پارن پالیسي:له طالبانو سره مذاکرات او جګړه دواړه ستونزمن دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۵)

د پارن پالیسي مجلې په ننۍ ګڼه کې د افغان سولې په تړاو د امریکایي دیپلوماتانو هڅو او په دې برخه کې شته ننګونو ته پام کړی او ویلي یې دي چې ښایي دا هڅې هم کومه ځانګړې نتیجه ونه لري.

مجله لیکي؛ لا هم د طالبانو او امریکې تر منځ په لیدلورو کې واټن موجود دی او آن ښايي د خلیلزاد په څیر پیاوړی دیپلومات یې هم حل نه شي کړای.

پارن پالیسي وایي، امریکا لا هم پاکستان په دې سترګه ګوري چې ګواکې دا هیواد کولی شي طالبان د مذاکرې میز ته حاضر کړی.
د ورځپاڼې په باور، لومړی خو دې اټکل کومه نتیجه نه ده ورکړې، خو که فرض کړو چې پاکستان به طالب مقامات خبرو ته حاضر کړي؛  بیا هم د امريکا د گټو او د طالبانو د ليدلوري ترمنځ واټن شتون لري چې  وار له مخه یې دغو هلو ځلو ته زيان اړولى.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکا افغانستان ته د یوه ضعیف هیواد له نظره ګوري او په روانه جګړه کې یې تر ډیره لیوالتیا له لاسه ورکړې
ورځپاڼه له طالبانو سره جګړه او خبرې دواړه سختې بولي چې په وینا یې دواړه په ډیر په لوړه بیه تمامیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close