’پاچا، پیسې راکړه‘: ټرمپ له ملک سلمان سره له خپلو تازه خبرو پرده پورته کړه

کابل.کام – د تلې ۱۳مه، ۱۳۹۷:

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د درېم ځل لپاره د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره د خپلې هغې وروستۍ تلیفوني اړیکې په اړه تفصیلات ورکړي چې په هغې کې یې د امریکا لخوا د دغه هېواد د ساتنې په عوض کې له سعودي د نورو پیسو غوښتنه کړې ده.

ټرمپ تېره پنجشنبه د امریکا په منیسوټا ایالت کې د خپل انتخاباتي کمپاین په غونډه کې وویل چې ریاض باید په امریکایي ځواکونو د ځان ساتنې لپاره امریکا ته نورې پیسې هم ورکړې.

امریکایي ولسمشر د غونډې ګډونوال مخاطب کړل او ویې ویل: ’مونږ د یوه داسې زیات بډای هېواد امنیت ساتو چې مزدوري یې نه راکوي، او څه چې راکوي هغه ډېر کم دي. مونږ له دغو هېوادونو سره ښې اړیکې لرو. د بیلګې په توګه، سعودي عربستان، آیا تاسې باور نه لرئ چې دوی پیسې لري؟ مونږ ورڅخه دفاع کوو، ساتنه یې کوو، خو دوی مونږ ته ډیرې لږې پیسې راکوي.‘

ټرمپ زیاته کړه: ’ما سلمان پاچا ته، چې ملګری مې دی، وویل، په بخښنې سره، آیا ته زمونږ ځواکونو ته د پیسو ورکولو کې ممانعت کوې؟ آیا ته ممانعت کوې؟ دوی مونږ ته د لګښت یواځې ۳۰٪ راکوي. ما ورته وویل آیا ته د ورکړې ممانعت کوي؟ هغه وویل چې له ما خو تر دې دمه هیچا د پیسو غوښتنه نه ده کړې.‘

ټرمپ خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل: ما دا هم ورته وویل چې: ’پاچا! زه یې درڅخه غواړم. هغه وویل آیا ستا غوښتنه جدي ده؟ ما ورته وویل هو، نهایي جدي، باور وکړه چې جدي یم.‘

ټرمپ د تېر سپټمبر میاشتې په ۲۹مه هم، په ویرجینیا ایالت کې ټاکنیزې غونډې ته ویلي و چې هغه له پاچا سلمان سره اوږدې خبرې کړې، او ورته ویلي یې دي: ’کېدای شې ته د خپلو الوتکو په واسطه ځان ونشې ساتلای، ځکه چې پر سعودي یرغل کېدونکی دی. ته زمونږ په واسطه نن پوره خوندي یې، خو مونږ تر اوسه د دې په عوض کې هغه څه درڅخه نه دي اخیستي چې باید اخیستي مو وای.‘

همدا راز، د روانې اکتوبر میاشتې په ۲مه، د سه شنبې په ورځ، په مسیسیپي ایالت کې هم خپلې ټاکنیزې غونډې ته ټرمپ ویلي و: ’که د امریکا پوځ مو ونه ساتي نو دوه اونۍ به هم په واک کې پاتې  نشئ.‘

واشنګټن پوست لیکلي دي چې د امریکا ولسمشر په دې وروستیو کې په واشنګټن کې په خپل ځانګړي هوټل کې په یوه غونډه کې پر دې فخر وکړ چې نوموړي د بارک اوباما په څېر تېر کال له سعودي پاچا سره په ریاض کې د ملاقات پر مهال هغه ته انحنا ونکړه، (سر یې ټیټ نکړ).

ـــــ

س: الجزیره

ژ: عزیر اسدخېل

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close