پاکستاني طالبانو د ملا فضل الله ځای ناستی وټاکه

پاکستاني طالبانو مفتي نور ولي محسود د خپل پخواني مشر ملا فضل الله، چې د روانې جون میاشتې په ۱۳مه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې له خپلو څلورو ملګرو سره ووژل شو، ځای ناستی ټاکلی دی.

تحریک طالبان پاکستان نن شنبه په رسمي توګه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ملا فضل الله وژل کېدل تایید او د نوموړي د ځای ناستي ټاکل کېدل اعلان کړل.

د پاکستاني طالبانو ویاند، محمد خراساني، رسنیو ته په لېږل شوي ایمېل کې ویلي، ”د نوموړي د مشرانو بیت الله محسود او حکیم الله محسود په څېر، ملا فضل الله هم د ۲۷مې روژې په ماسختن، ۱۱ بجې، د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې شهید شو.“

محمد خراساني د ملا فضل الله د وژل کېدو د ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو افغان او امریکايي چارواکو ویلي چې نوموړی د کونړ ولایت په مروره ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د پاکستاني طالبانو ویاند همداراز ویلي مفتي مزاحم، چې د مفتي حضرت په نوم مشهور دی، د تحریک طالبان پاکستان مرستیال ټاکل شوی دی.

تر دې وړاندې داسې رپورټونه خپاره شوي وو چې د ملا فضل الله نږدې ملګری قاري عمر د نوموړي پر ځای ټاکل شوی دی.

مفتي نور ولي محسود د پاکستاني طالبانو د رهبري شورا له لوري ټاکل شوی دی. د دې ډلې د ویاند په خبره، تر ټاکل کېدو وروسته پاکستاني طالبانو له خپل نوي مشر سره بیعت اعلان کړی دی.

ولسمشر اشرف غني د جون پر ۱۵مه نېټه، پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و چې مولانا فضل الله د افغان امنیتي ځواکونو د څارګرو مالوماتو په پایله کې وژل شوی. اشرف غني د ملا فضل الله وژل کېدل  ”د افغان امنیتي ادارو په مشرۍ د انساني نه ستړېدونکو استخباراتي هڅو پایله“ بللې وه.

ملا فضل الله:

ملا فضل الله د سوات یوسفزی پښتون او په ۱۹۷۴ کال کې زېږېدلی و. نوموړی د یوسفزیو د بابکرخېل ښاخ اړوند دی. ملافضل الله په ۲۰۱۳ کال کې د حکیم الله محسود تر وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو.

کله چې امریکا د ۲۰۰۱ز کال په اکتوبر کې پر افغانستان یرغل وکړ، ملا فضل الله د زرګونو کسانو په ډله کې افغانستان ته راغلی. له افغانستانه د بېرتلو تللو پر مهال ونیول شو، او تر ۱۷ میاشتې بند تېرولو وروسته بېرته خوشی شو.

نوموړي په ۲۰۰۵ز او ۲۰۰۶ز کال، په سوات کې یو ایف ایم راډیو چېنل جوړ کړ، چې له امله یې په سیمه کې زیات مشهور شو. ملا فضل الله په ۲۰۰۶ز کال کې د ”شریعت د نفاذ“ په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړې او وروسته یې په سوات دره کې عام او سرتېري بریدونه هم پیل کړل.

د ۲۰۰۹ز کال په مئ میاشت کې، پاکستاني ځواکونو په سوات دره کې عملیات پیل کړل او پخپله ملا فضل الله او د ده اړوند کسان له درې ووتل. نوموړي څه موده وروسته له بي بي سي سره په یوه ټلفوني اړیکه کې وویل چې افغانستان ته تللی دی.

تر دې وړاندې څو ځله ادعا شوې وه چې ملا فضل الله له افغان او ناټو ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی خو وروسته دا ادعاوې ناسمې وختې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close