پاکستاني هوايي ځواکونو ۱۶وسلوال وژلي دي

کابل ټکی کام ۲۸وږی/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

پاکستاني هوايي ځواکونو د افغانستان د پولې سره نږدې په وسلوالو مخالفینو بمبار کړی چې په نتیجه کې یې ۱۶تنه وژل شوي دي.

تېره ورځ چې د پاکستان د بډه بېرې په هوايي ډګر کې وسلوالو طالبانو برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۲۰تنه ووژل شول، چې د پاکستاني پوځيانو مخالفې ډلې (تحریک طالبان پاکستان) په غاړه واخیسته.

ویل کیږي چې له یاد برید وروسته حکومتي ځواکونو تر ۵۰ زیات د وسلوالو په تور نیولي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close