پاکستاني پوځ په شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې ۳۱ وسله وال وژلي دي

کابل ټکی کام ۱۲ وږی

راپور قدرت الله حسین

د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې جنګي الوتکو يې د افغانستان پولې ته نږدې په خيبر ايجنسۍ او شمالي وزيرستان کې د وسله والو مرکزونه په نښه کړي دي، چې په ترڅ کې يې وسله والو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ISPR) تېره ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي دي، چې د دې هېواد جنګي الوتکو د شمالي وزيرستان په شوال او د خيبر ايجنسۍ په تېراه سيمو کې د وسله والو پر مرکزونو بمباري کړې، چې په نتيجه کې يې ۳۱ وسله وال وژل شوي دي.

اعلاميه کاږي، چې ۱۷ وسله وال په شوال او ۱۴ نور په خيبر ايجنسۍ کې وژل شوي دي او همدا راز د هغوی ګڼ مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

د پاکستان پوځ په دې هېواد کې له تېرې اوږدې مودې راهيسې د وسله والو پر ضد عمليات پر مخ وړي او په دې ترڅ کې يې د زرګونو وسله والو د وژلو دعوه کړې ده.

بل لور ته د دغو عملیاتو له امله د وزيرستان او نورو سيمو سلګونه زره وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته هم اړ شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close