پاکستاني چارواکي: د انتخاباتو ورځو کې به يواځې د “تورخم دروازه” پرانيستې وي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲)

ټاکل شوې ده چې سبا په ټول پاکستان کې پارلماني او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي او د دغه هېواد چارواکي وايي يواځې له تورخم دروازې پرته به له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوي وي.

له تېرو څو ورځو راهيسې په سوشل ميډيا ځينې راپورونه خپاره شول چې ګنې په دغه ورځ به د چمن او تورخم دروازه بنده وي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل د دغه هېواد رسنيو ته ويلي، چې نن د سې شنبې او سبا چهارشنبه د انتخاباتو پر لومړۍ ورځ به د چمن، خرلاچي، انګور اډه او غلام خان بندر لارې تړلې وي زياتوي چې يواځې د هرډول تګ راتګ لپاره به د تورخم دروازه پرانيستې وي.

په چمن کې سيمه ييزې خبرې سرچينې وايي، د افغانستان سره پر پوله په ځينو سيمو کې د انټرنيټ 3G او 4G اسانتياوې هم بندې شوي دي.

دغه راز پاکستاني چارواکي وايي، د ټاکنو د امنيت لپاره په ټول هېواد کې تر اته لکه پوليس او پوځ ګمارل شوی دی.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون وايي، په دغه هېواد کې د انتخاباتي کمپاين هلو ځلو وخت تېره شپه پای ته رسېدلی او سبا د چهارشنبې په ورځ د سهار له اتو بجو به د رايه وروکولو چارې پيل او تر ماښام شپږو بجو به دوام وکړي.

تېره ورځ د پېښور د مرستيال کمشنر عمران حميد شېخ له خوا چارواکو ته ته ويل شوي و چې د ښار په ځينو سيمو کې دې د ټاکنو تر ختمېدو پورې افغان کډوال له خپلو کمپونو بهر نه پرېږدي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close