پاکستان افغانانو ته څومره اسانيتاوې ورکولاى شي؟

له کومې ورځې چې پاکستان کې د پي.ټي.آى حکومت له جوړيدو وروسته افغانستان ته د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي د لومړي سفر اعلان شوی، د پاکستان او افغانستان تر منځ د تاريخي اړيکو له نظره يو شمير سياستوالو تمه څرګنده کړې چې د شاه محمود قريشي افغانستان ته سفر سره به پاکستان افغانانو ته يو څه استانتياوې ورکړي.

له هغې ورځې چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي کابل ته سفر اعلان شوی، کابل ته په رسيدو یې زيات شمير افغان چاوراکو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو بيا له سره د ښه کيدو تمه هم ښکاره کړې ده، په کومه اندازه چې کابل ته د قريشي له سفر تمه کيده، له هغې زياتې مرستې افغانانو ته د قريشي له سفره وروسته د پاکستان صدر اعظم عمران خان اعلان کړې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په اسلام آباد کې يوې مطبوعاتي غونډې ته وويل: پاکستان به وروسته له دې له افغان سوداګرو څخه ګمرکي تعرفه یا مالیه نه اخلي، چې د همدې ماليې د نه اخستلو يا کمولو لپاره افغان سوداګرو په کلونو کلونو انتظار وويست، خو ستونزه یې تر اوسه پورې نه وه حل کړل شوې.

افغانستان ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير له سفره وروسته پاکستان اعلان کړه چې په روان کال کې افغانستان ته د صادراتو کچه په سلو کې ١٨زياته شوه، د دې وروسته به کيداى شي د پاکستان او افغانستان په سوداګرۍ کې د راکړې ورکړې کچه نوره هم زياته شي.

له تيرو درې کالو راهيسې په افغانستان کې د روانې جګړې او يو پر بل د تورونو په پورې کولو د دواړو هېوادونو تر منځ سياسي تاوتريخوالى زيات شوى و، چې يوه ستر سمون ته یې اړتيا درلوده، پاکستان او فغانستان لکه څرنګه چې په جغرافيايي موقيعيت سره تړلي او تر ټولو ګاونډيو هېوادنو زياته ګډه پوله سره لري، دا ډول د امن او سولې علاوه هر اړخيزې ګټې ېې هم سره تړلې دي، چې دا هر اړخيزې ګټې د دواړو هېوادونو په ښو اړيکو ساتلو سره لاس ته راوړل کيږي.

له يوه کال راهيسې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ ترانزپټې لاره کې خنډ او ځنډ راغلی، د دواړو هېوادونو په صادراتو او وارداتو یې منفي اغيز وکړ، خو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير له سفره وروسته کيدای شي افغانستان ته په اسانتيا ورکولو د دواړو هیوادونو ګډې ګټې خوندي وساتل شي.

پاکستان غواړي افغانستان سره د سوااګريزو مرستو علاوه پوځي روزنيزې مرستې او د پاکستان په پوهنتونونو کې افغانانو ته درې زره سکالرشيپونه هم ورکړي او هم هغه افغان بچيانو ته چې په پاکستان کې زيږديدلي وي، د تابيعيت اسانتياوې برابرې کړي، چې په پايله کې به د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې يو ځل بيا له سره ښې او د دواړو هېوادونو ولسونه به په امن او سوله کې د خپل ژوند سا واخلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close