پاکستان اورکزي: په يوه ميله ځای کې چاودنې پنځه ويشت تنه وژلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲)

د پاکستان خيبرپښتونخوا په شمال لويديځ اورکزو قبايلي سيمه کې په يوه ميله ځای کې چاودنې له شلو زيات کسان وژلي او شاوخوا پنځوس نور ټپيان دي.

دغه چاودنه نن د جمعې بازار په يوه ميله کې شوې چې په عامه توګه د جمعې په ورځ خلک ورته راټوليږي او د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زياته وي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چاودنه د اورکزو په مرکزي (کلایا) بازار کې شوې خو د چارواکو په وينا تر اوسه معلومه نه ده چې چاودنه په سیمه کې د ځای پرځآی شويو چاوديدونکو توکو له کبله شوې که سرتيری بريد و.

ځينې رسنيو خبر ورکړی چې چاودنه د شيعه ګانو تکيه خانې ته نږدې شوې او ډيری قربانيان يې شيعه مذهبه وګړي دي.

امنيتي چارواکي وايي، د پېښې ځای ته پوليس او روغتيايي ډلې رسېدلي سيمه يې کلابنده کړې او ټپيان يې سيمه ييزو روغتونونو ته وړي دي.

د خيبر پښتونخوا اعلی وزير محمود خان چاودنه غندلې او چارواکو ته يې د پيښې د پلټنې امر کړی دی.

تر اوسه د چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

د يادونې ده، چې نن د پاکستان په تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې د چين پر کونسلګرۍ د څلورو بريد کوونکو له خوا وسله وال بريد ترسره شوی چې له کبله يې د بريد کوونکو په شمول اووه کسان وژل شوي دي.

د وروستي بريد مسوليت د بلوچستان بلتون غوښتونکي بلوچ لایبريشن آرمي ډلې په غاړه اخيستی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close