پاکستان به کومو افغان کډوالو ته تابعیت ورکړي؟/ بدرالدین ابدال

له کابو څلوېښت کلونو راهیسې افغان کډوال په مقبوظه پښتونخوا او د پاکستان په سند، پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې اوسېږي. نسلونه ـ نسلونه یې همالته پیداشول او همالته خاورو ته وسپارل شول.

په دومره کلونو کې ډېرو کمو افغانانو د پاکستان تابعیت واخیست او پاتې میلیونونه کډوال تراوسه هلته د «مهاجر»په نامه اوسېږي. اوس چې په پاکستان کې څوک اوسېږي، نو باید یا پاسپورټ او یا هم د کډوالۍ کارت ولري؛ گنې یوه شپه هم نه‌شي تېرولی. د ملي یووالي حکومت یوه لاسته راوړنه(!) دا هم بللی شو، چې له پاکستان سره پاسپورټ او وېزه جبري کړه او اوس دواړه خواوو خلک بې له وېزې تگ راتگ نه‌شي کولی.

افغان کډوالو په پاکستان کې میلیونونه ډالر پانگونه کړې او د پاکستان په مشهورو بېلابېلو کمپنیو کې ونډه‌وال دي. افغان پانگه‌والو هلته زرگونه پاکستانیو ته د کاروبار زمینه برابره کړې او نور زرگونه افغانان هلته ورځ مزدوري کوي او خپل ژوند پرمخ بیايي.

هر هېواد د کډوالو په اړه خپل قوانین لري. مثلاً په امریکا کې چې څوک څوارلس کاله ژوند وکړي، نو امریکا خپل تابعیت ورکوي او څوک چې په امریکا کې پیداشي، هغه ته هم امریکايي تابعیت ورکوي. لوېدیځه نړۍ کې که څوک له کومې داسې ښځې سره واده وکړي، چې د هغه هېواد تابیعت لري، نو دغه کس هم کولی شي چې د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړي.

افغان حکومت هم بهرنیانیانو ته تابیعت ورکړی دی، چې ښه بېلگه یې د ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن ده. رولا غني څو میاشتې وړاندې نوې برېښنايي پېژندپاڼه واخیسته او له دې سره یې د افغانستان تابیعت هم واخیست. د کورنیو چارو وزارت هغو بهرنیانو ته د افغان تابیعت ورکوي، چې له افغانانو سره یې ودونه کړي دي او له کابو سلو ډېرو بهرنیانو تراوسه د افغانستان تابیعت ترلاسه کړی دی. دلته دین، هېواد، مذهب او نژاد یاد شوي نه دي، بلکې له افغانانو سره واده کړي بهرنیان کولی چې د افغانستان تابیعت ترلاسه کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دوې ورځې وړاندې په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې ټولو هغو افغانانو او بنگالیانو ته به تابعیت ورکړي، چې له کلونو ـ کلونو راهیسې دلته ژوند کوي او یا دلته پیدا شوي دي. د عمران خان په خبره، چې په کراچۍ کې افغانان او بنگالیان د پاکستاني تابعیت د نه لرلو له امله له گڼو ستونزو سره مخ شوي او هېڅ کاروبار نه شي پیداکولی.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان حکومت افغانانو او بنگالیانو ته د تابعیت خبره کوي. له دې وړاندې د پاکستان کوم دولت ورته خبرې کړې نه وې. په پاکستان کې د انصاف غورځنگ د واک ته رسېدو سره سم پاکستان هڅه کوي چې هم په پاکستان کې له مېشتو بهرنیو سره چلند انساني کړي او هم له گاونډیو هېوادونو سره اړیکې ښې کړي.

په پاکستان کې به هغو افغانانو ته تابیعت ورکړل شي، چې په پاکستانیو بانکونو کې میلیونونه ډالر پانگه لري او له بنگالیو سره به هم ورته کار وشي. افغانان باید د پاکستان تابعیت ته خوشحاله نه‌شي؛ ځکه په پاکستان کې هره ورځ نوي حالت رامنځته کېدای شي او کېدای شي افغانان هم د هندي کشمیر د مسلمانانو په برخلیک اخته شي، چې تراوسه نه پاکستاني شول او نه هندوستاني.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close