پاکستان ته دحامدکرزي سفر به څه لاس ته راوړنې ولري؟

سرلیکنه

دهېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی پاکستان ته سفر کوي چې دراپورونو په اساس دپاکستان صدراعظم نوازشریف حامدکرزي ته پاکستان ته دسفر بلنه ورکړیده .

دپاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په هیواد کې دسولې دپروسې په ناکامۍ چې پاکستان ېې دپوره همکارۍ ژمنه په ۲۰۱۵میلادي کال په وروستیوکې  په اسلام آباد اسیازړه کنفرانس کې کړې وه یوڅه پیکه شویدي .

که څه هم پاکستان دافغانستان په سوله او ثبات کې خپله ناکامي نه ده منلې وايي:

دپاکستان لخوا افغانستان سره دسولې په اړه دوستانه هلې ځلې روانې دي او غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات دپاکستان سوله او ثبات وګرځوي خو کابل چې دمخه ېې کوم باور پرپاکستان لاره هغه ېې اوس کمزوری شوی دی.

دملي یووالی د حکومت چارواکي له پاکستانه په دې ناراضه دي چې داسیازړه په کنفرانس کې کړې ژمنې پوره نکړې خو دپاکستان دصدراعظم نواز شریف دبهرنیواړیکو سلاکار سرتاج عزیز واېې چې لا دسولې په وړاندې خنډونه شته او هغه به په ګډه همکارۍ له منځه وړو .

دملي یووالي حکومت اوس دکورنیواو بهرنیو ستونزوسره مخ دی که دحامد کرزي پاکستان ته سفر په ریښتیا د افغانستان او سیمې په اړه دترهګرۍ دله منځه وړلو په موخه وي نو دا دملي یووالي دحکومت لپاره یو ښه چانس دی ځکه دملي یووالي حکومت په داخلي اختلافاتو کې سخت را ګیر دی .

داطلاعات او کلتووزارت په وینا دا مهال په هېوادکې تر۲۵۰۰۰ زرو پوري پوستونه داختلافاتو له امله خالي پراته دي دمخه به یواځې عادی بې روزګاره افغان ځوانان له هېواده داروپايي هېوادنو په لور وتل اوس له هېواده تر ۳۰۰زیات ژورنالستان ووتل ددې ټولو ستونزو اصلي لامل په هېواد کې نا امني ده او دراپورونو په اساس دحامد کرزي، نواز شریف او هم دپاکستان دنورو چارواکو سره لیدنه په همدې موخه ده .

پاکستان ته دحامد کرزي دسفر اعلان په داسې وخت کې وشو چې ددرې ورځو لپاره دتورخم لاره دتګ راتګ لپاره بنده وه خود دتورخم دلارې بندښت تل عارضي وي ددې دمخه څو څو وارې دتورخم لاره دتګ راتګ لپاره بنده شوې خو بیا ددواړو خواو په خبرو خلاصه شویده .

دافغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو ترمنځ دپښتونستان په مسئله په ۱۹۶۳میلادي کال اړیکې زیاتې خرابې شوې چې بالاخره دهمدې کال دجنوري په ۱۴مه په کراچۍ کې دافغان سفیر محمدهاشم میوندوال او دپاکستان دملي اسمبلۍ درئیس قادرچودري ترمنځ دوستانه خبرې وشوې چې یوځل بیا ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې عادي حالت ته راوګرځیدلې .

اوس به وکتل شي چې حامد کرزی داسلام آباد له سفره څه لاس ته راوړني له ځانه سره راوړي؟

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close