پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۰) د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د نورو درېيو مياشتو لپاره غځولې ده.

په پاکستان کې د ميشت افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده تېره ورځ د جون په دېرشمه پای ته ورسېده خو دغه هېواد يوځل بيا افغان کډوالو ته د اوسېدو لپاره درې مياشتې وخت ورکړ.

د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزير ناصر الملک له دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د پاکستان د فدرالي کابينې په غونډه کې په پاکستان کې میشث ثبت افغان کډوالو ته درې مياشتې نور وخت ورکړل شوی ترڅو په دغه هېواد کې پاتې شي.

که څه هم وخت پر وخت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو ختمه شوې خو پاکستان کې ميشت د افغان کډوالو مشرانو او سفارتي چارواکو له دغه هېواده غوښتي چې د کډوالو د اوسېدو موده تمديد کړي چې له مخې يې د پاکستان حکومت له لوري کډوالو ته د درېيو او دوو مياشتو لپاره د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده.

په خيبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحميد جليلي وايي، په روانه مياشت کې به په پاکستان کې له ټاکنو او د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته دغه حکومت د افغان کډوالو په اړه غوڅه پریکړه کوي.

د راپورونو پر اساس، دا مهال په پاکستان کې نږدې يوميليون ثبت افغان کډوال ميشت دي او تېر کال د افغانستان، پاکستان او د کډوالو د نړيوالې ادارې OIM په ګډو همکاريو څه باندې اووه لکه ناثبت کډوال ثبت شول خو تر دې دمه ورته اسناد نه دي ورکړل شوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close