پاکستان  د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۶)

د پاکستان حکومت په هغه هيواد کې ميشت د افغان کډوالو د اوسېدو موده تر نږدې يو کال پورې وغځوله.

پرون د پنجشنبې ورځې د پاکستان د کابينې په غونډه کې چې مشري يې عمران خان کوله پريکړه شوې چې افغان کډوال به تر نږدې يو کال پورې نور هم پاتې وي.

له غونډې وروسته د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري رسنيو ته وويل، حکومت پريکړه کړې چې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده تر راتلونکې کال جون مياشتې وغځوي.

د چوهدري په وينا، دا مهال په پاکستان کې نږدې نهه لکه ثبت او پنځه لکه ناثبت افغانان ميشت دي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونې مخکې د دغه هېواد لومړي وزير عمران خان په يوه بيان کې ويلي و چې هغه افغان او بنګالي کډوالو ته چې په پاکستان کې پيدا شوي وي بايد تابعيت ورکړل شي.

خو د عمران خان له دغه څرګندونو سره د بلوچستان ګوند او د خلکو ګوند غړو مخالفتونه وکړل او په پارلمان کې يې په دغه اړه ويناوې وکړې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close