پاکستان د «بابر۲توغندي» کامیابه ازموینه وکړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۵) الماس خدرخیل

د پاکستان پوځ په يوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې ويلي دي، چې پاکستان د کروز ٢ منځني واټن «بابرتوغندي» بريالۍ کامیابه ازموينه ترسره کړې ده.

د پوځ له خوا په ياده خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه توغندى په ځمکې او سمندر کې ٧٠٠ کلو ميټره لرې موخه په نښه او ويشتلى شي.

دوی زياتوي، چې د منځني واټن لرونکی دغه توغندی په ډيره ټيټه ارتفاع کې د هر ډول سرګلولو د انتقال ظرفيت لري.

د پاکستان لوی درستير جنرال زبير حيات د توغندي د ازمايلو پر مهال د بابر توغندي جوړولو انجینران وستايل او زياته يې کړه، چې دا توغندی تر لوړې کچې دوی ته مهم دی.

په اعلاميه کې دانه دي ويل شوي چې د توغنديو دغه ازموينه چيرې تر سره شوې ده .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close