پاکستان: د تحريک لبيک ګوند مشر او څو تنه مهم غړي يې نيول شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۳)

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د تحريک لبيک د ګوند مشر خادم حسين رضوي او د دغه ګوند څو تنه مهم غړي د پوليسو له لوري نيول شوي دي.

د خادم حسين زوی سعد د پاکستان “۷نيوز” خبري چينل ته ويلي، چې پلار يې تيره ورځ په لاهور کې د خپلې ديرې څخه نيول شوی دی.

د دغه ګوند مشرتابه غړو په خپلو پلويانو غږ کړی و چې نن د یک شنبې په ورځ په ټول پاکستان کې يوځل بيا احتجاجونه وکړي.

د پنجاب پوليسو رسنيو ته منلې چې د تحريک لبيک ګوند د غړو پرضد عمليات پيل شوي چې په ترڅ کې يې د دغه ګوند د یوه مهم غړي پيل افضل شاه قادري په شمول څو تنه نور کسان هم نيول شوي دي.

تيره مياشت په پاکستان کې د دغه ګوند د مظاهر پر مهال افضل قادري په خپله وينا کې د پاکستان د ستر قاضي ثاقب نثار د وژلو او د دغه هېواد د پوځ پر مشر د بغاوت فتوی ورکړې وه.

د پاکستان خبري سرچينې وايي، د تحریک لبيک ګوند ځينې غړي په پلازمينه اسلام اباد، راوالپنډۍ او د پنجاب په يو شمير نورو سيمو کې هم نيول شوي دي.

تيره مياشت د دغه ګوند پلويانو په ټول پاکستان کې مذهب ته په سپکاوي تورنې “اسيه مسيح” د خوشې کولو پرضد پراخ لاريونونه او مظاهرې وکړې چې وروسته يې د حکومت سره په جوړجاړي پای ته ورسولې.

د پاکستان سترې محکمې تيره مياشت په توهين رسالت تورنه (اسيه ) له زندانه خوشې کړه خو د تحريک لبيک ګوند غوښتنه کوي چې اسيه مسيح دې زنداني او یا په دار وځړول شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close