پاکستان د خپلې استخباراتي ادارې «آی اېس آی» نوی مشر ټاکلی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۲) الماس خدرخیل

د پاکستان پوځ ويلي، چې د دغه هېواد تر  ټولو مهمې استخباراتي ادارې اینټر سرویسز اینټلی جینس (آی ایس آی)  جنرال رضوان اختر له خپل منصبه لیري شوی او پر ځای یې جنرال نوید مختار د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

ويل کېږي، چې نوموړی تر دې مخکې د کراچۍ د قول اردو قومندان پاتې شوی دی.

د ډان نیوز د ورځپاڼه ليکي، چې جنرال نوید مختار پوځي زده کړې د پاکستان په کویټه ښار کې کړي او په اسلام اباد کې د ملي دفاع پوهنتون او وروسته بیا په امریکه کې نورې زده کړې تر سره کړي دي.

نوموړی په څارګرۍ کې پوره مهارت لري او په اسلام اباد کې يې د ترهرګرۍ ضد څانګې مشر هم پاتې شوی دی.

همداراز د عامه اړيکو د ادارې په ګډون په يو شمير نورو ادارو په مشرتابه کې هم بدلونونه راغلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په دغه اعلامیې کې راغلي، چې د آی اېس آی مخکنی مشر رضوان اختر د ملي دفاعي پوهنتون مشر ټاکل شوی دی.

دغه خبرپاڼه همداراز وايي، چې ډګر جنرال بلال اکبر د ځمکني پوځ رییس ارکان ټاکل شوی.

د عامه اړیکو د ادارې مشر جنرال عاصم باجوه د وسلو د تفتیش د عمومي مشر په توګه ګومارل شوی دی.

جنرال نظیر بټ چې اوسمهال د دفاعي پوهنتون مشر دی، د پېښور د قول اردو قوماندان ټاکل شوی دی.

د پوځ مطعوعاتې څانګې ويلي، چې د پاکستان د ملي دفاعي پوهنتون اوسنی مشر جنرال نذیر بټ د پېښور د قول اردو قومندان او پخوانی ویاند جنرال عاصم باجوه د وسلو د عمومي مفتش په توګه ټاکل شوي دي.

بايد وویل شي، چې د آی اس آي استخباراتي اداره د پاکستان د پوځ له خوا کنټرولېږي، چې وخت ناوخت د ځينو هېوادونو له يو شمير نيوکو سره مخ کېږي، چې د دوی په داخلي سياستونو او همداراز د بهرنيو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close