پاکستان د ډیورند پر فرضي کرښه ۶۰ زره پوځیان ځای پرځای کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۸)

پاکستان غواړي د د فرضي کرښې په اوږدو کې ۶۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي.
د بلومبرګ ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له قوله راپور ورکړی چې، دې ملیشو ته تر اوسه ۴۰ زره پوځیان جذب شوي چې تر دوه کلنې روزنې وروسته به رسماً پر فعالیت پیل وکړي.
چارواکو دغه راز ویلي چې تر دې مهاله یې د ۲۴۰۰ کیلومتره فرضي کرښې په اوږدو کې یې د اغزن تار غځول ۱۳ سلنه بشپړ کړي او دا لړۍ د افغان حکومت او نړیوالو په ملاتړ مخ پر وړاندې روانه ده.
که څه هم عمران خان له افغانستان سره په خپل سیاست کې د اړیکو انعطاف ښوودلی، خو پوځ وایي چې د اغزن تار غځول یې له مسؤلیتونو څخه دي او د وسلوالو ډلو د اوښتلو د مخنیوي په موخه یې نه دروي.
دغه راز ارګ هم د اغزن سیم پر تیرولو چوپه خوله دی خو افغان سیاستوالو تل ویلي چې ارګ د ډیورند پر سر له پاکستاني لوري سره مخفي معامله کړې، هغه ادعا چې ارګ یې ظاهراً ردوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close