پاکستان: د کورنیو چارو وزارت د ښونځيو او پوهنتونونو د امنیت لپاره ځانګړي ځواکونه ګمارلي دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه ۰۸ سلواغه ۱۳۹۴ ل) هاشمي عبدالله
وروسته له هغه چې د پاکستاني طالبانو له لوري د پاکستان پر هرې تعليمي ادارې د برید خبردارۍ ورکړل شو، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یادو ادارو د امنیت په ټينګولو کې خپل کوښښ شروع کړی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې پر تعلیمي ادارو د احتمالي بریدونو لپاره یې ځواکونه چمتو ولاړ دي، او د هر قسم برید مخه به په زړورتیا سره نیسي.
د یادولو ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د تعلیمي ادارو د امنیت لپاره ځانګړي ځواکونه هغه مهال وګمارل، چې د طالبانو له خبرداري سره سم په پنجاب کې زیاتره تعلیمي ادارې تر یوې نامعلومې مودې پورې رخصت شوې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close