پاکستان: سرتيري بريد کې پنځلس پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۷) د پاکستان د خيرپښتونخوا ولايت کې د دغې هېواد د پوځ په موټر سرتيری بريد شوی چې له کبله يې پنځلس پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوښار د پوليسو مشر رسنيو ته ويلي، يو تن سرتيري بریدګر د کچهرو چوک کې د پوځ موټر ترڅنګ ځانته چاودنې ورکړې او پوځيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ويل کېږي، په بريد کې د پاکستان د پوځ موټر په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.

ځايي مرستندويه ادارو ډيوه راډيو ته په لومړنيو معلوماتو کې ويلي، په ياد بريد کې درې پوځيان وژل شوي او يوولس تنه نور ټپيان دي چې د ځينو ټپيانو حالت ښه نه دی.

يو شمير نورو پاکستاني رسنيو ويلي، په پېښه کې يو پوځي وژل شوی او څوارلس نور ټپيان دي.

د پاکستان پوځ تر دې مهاله په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د پښتونخوا ايالت د وزير اعلی وياند شوکت يوسفزي، رسنيو ته ويلي چې سرتيري بریدګر په موټرسيکل سپور و او خپل ځانته يې د پوځي موټر تر څنګ چاودنه ورکړه.

تر اوسه د دغې برید پړه کومې ډلې نه ده منلې خو تر دې مخکې د پاکستان په ځينو سيمو کې په پوځ د بريدونو مسئوليت د تحريک طالبان پاکستان او داعش ډلې په غاړه اخيستی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close