پاکستان: شمالي وزيرستان کې اووه پاکستاني پوځيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱)

د پاکستان پوځ په يوه خپره کړې خبرپاڼه کړې ويلي، چې د شمالي وزيرستان په “سره نرۍ” سيمه کې اووه پوځيان وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د پوځ په ځوابي ډزو کې نهه پاکستاني وسله وال هم وژل شوي دي.

د پوځ د معلوماتو له مخې، په وژل شويو پوځيانو کې يو افسر دی او د نورو پوځيانو په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

په شمالي وزيرستان کې يوه پوځي چارواکي، رسنيو ته ويلي دغه بريد د ده ته خيل په نرۍ سيمه کې د پاکستاني ځواکونو په ګزمې ترسره شوی دی.

تر دې دمه د دغه بريد مسؤليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی خو تر دې مخکې په پاکستان کې د ځينو بریدونو پړې داعش او تحريک طالبان پاکستان ډلې منلې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close