پاکستان: محکمې پخوانی لومړی وزیر‘نوازشریف‘ په لس کاله بند محکوم کړ

 

د پاکستان سترې محکمې پر نواز شریف د مالي فساد په هکله د لګیدلو تورونو له امله هغه ته د اوږد مهاله بند سزا واوروله.
د دې تر څنګ د هغه لور او زوم هم له نوموړي سره په فساد کې شریک بلل شوي او محکمې پرې د بند حکم صادر کړی.

محکمې د “ اوېنفیلډ په نامه په دې قضیه کې پخواني لومړي وزیر نواز شریف ته د لسو کلونو ، د هغه لور مریم نواز په ۷ کلونو او زوم یې کپتان صفدر په یو کلن بند محکوم کړل.
د دې ترڅنګ نوموړی ۸ میلیونه یورو او لور یې دوه میلیون یورو جریمه شوې

پخوانی لومړی وزیر تورن دی چې د بریتانیا په لندن ښار کې یې په ناقانونه توګه ملکیتونه رانیولي او تر څنګ یې د خپل واک په موده کې پراخ مالي فساد کړی.
نوموړی تیر کال د همدې تورونو له کبله یادې محکمې له دندې هم ګوښه کړ.
د بي بي سي د راپور ترمخه؛ د محکمې د پرېکړې پر وخت ښاغلی شریف او کورنۍ یې په لندن کې وو او د محکمې جریان یې د تلویزیون له لارې څارلو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close