پاکستان وايي، له افغان پولې د راکټي حملو د ډېرېدو په اړه اندېښمن دی

کابل تکی کام قدرت الله حسین ۱۳۹۴عقرب ۲۷

پاکستان وايي، له افغان پولې د راکټي حملو د ډېرېدو په اړه اندېښمن دی

پاکستان وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ په ګډه پوله له افغان خاورې د هغو راکټي حملو په اړه يې افغان حکومت ته خپله اندېښنه څرګنده کړې ده، چې مخ په ډېرېدو دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، دغه کار د دواړو هېوادو تر منځ ګډو هدفونو او سوله ييزې اوسېدنې ته سيده ګواښ دی.

پاکستان دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې تېره اونۍ يې هم په جنوبي وزيرستان کې له افغان خاورې د راکټ د بريد دعوه کړې وه، پاکستان ويلي و، چې په دې بريد کې ۷ ملېشه عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يادې پېښې ته په اشاره ويلي، چې په دې اړه يې افغان دولت ته ژوره اندېښنه ښودلې او دا ډول پېښې د دواړو هېواد ګډو اهدافو او سوله ييزو اوسېدو ته زيانمنې دي.

پاکستان له افغان دولته غوښتي، چې پر پوله دې د دا ډول پېښو مخنيوی وکړي.

بل لور ته بيا افغانستان پر پاکستان دعوه کوي، له خاورې يې لسګونه راکټي بريدونه کېږي، چې په افغان خاوره کې ځاني او مالي زيانونه اړوي.

افغانستان په دې لړ کې د تېرې يکشنبې په ورځ هم د پکتيکا په انګور اډه کې د پاکستان له خاورې شوې راکټي حملې ته اشاره کړې، چې يو افغان پوليس په کې ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close