پاکستان وایي چې په دیني مدرسو کې به اصلاحات راولي

کابل ټکی کام ۱۸وږی ۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د پاکستان صدراعظم نواز شریف ویلي چې د پاکستان له لویو علماء کرامو سره یې په یوه غونډه کې مشورې کړي دي، تر څو په دیني مدرسو کې اصلاحات راولي.
علماوو له صدر اعظم نواز شریف سره توافق ښودلی چې مونږ به بې له کوم شرطه په دغه پلان کې تر خپله وسه اقدام کوو.
د صدر اعظم نوازشریف د دفتر لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې صدراعظم نواز شریف د پاکستان د ملي ګټو او د ملي اقداماتو په تطبیق کې پوره ټینګه اراده ښودلې ده.
د ځینو ژورنالستانو په نظر چې د مدرسو په نصاب کې د جوړو شویو فرقو په خلاف کتابونه شامل دي، باید تبدیل کړل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close