پاکستان: پاکستاني وګړي به پرته له ویزې افغانستان ته نه ځي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۸) زرغون خوږیاڼی

د پاکستان سرحدي ځواکونو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې د نوي زیږديز کال د جنوري له میاشتې وروسته به افغانستان ته له پاسپورت او ویزې پرته سفر نه کوئ.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، که پاکستاني وګړي د راتلونکي جنوري میاشتې وروسته بې له سفري اسنادو افغانستان ته ولاړ نو پرضد به یې قانوني کاروایي کوي او له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خیبر ایجنسۍ د چارواکو له خولې لیکلي، چې د قبایلو کوم کس د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ تر ۳۱ مې وروسته افغانستان ته اوړي نو حتما باید پاکستانی پاسپورټ او د افغانستان ویزه ولري.

د پاکستان د خیبر ایجنسۍ قومي مشرانو په یوه غونډه کې ویلي، چې د پاکستاني چارواکو دغه بندیزونه نه مني.

سیمه ییزو قبایلي مشرانو ویلي، چې دا د افغانستان د حکومت حق دی چې له ډیورند پولې افغانستان ته د اوښتو پر مهال له دوی ویزه وغواړي او که نه یې غواړي، د پاکستان حکومت حق نه لري چې پر دوی محدودیتونه ولګوي.

بلخوا د افغانستان د قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لیوال رسنیو ته ویلي، د قبایلو په تړاو افغانستان خپل پخوانی سیاست پرمخ بیایي او هغوی له پولې اوښتو لپاره ویزې ته اړتیا نه لري، د نوې پرېکړې په اړه د پاکستان حکومت خپل کار دی.

افغانستان د پاکستان قبایلي سیمې خلکو ته افغانستان کې د هغوی د هویت پېژندنې لپاره کارتونه وېشلي دي چې له مخې کولی شي د افغانستان ټولو سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړي. ددغو کارتونو د شمېر په اړه معلومات نشته.

د خیبر ایجنسۍ یو ملک عبدالرزاق اپرېدي ویلي، “موږ پر تورخم د ورځې لس واره اوړو را- اوړو نو دومره ځل خو پر خپل پاسپورټ ننوتل او تل نه شو کولای، باید دغه شرط دې ختم کړل شي.”

نوموړي وویل، دوی تل افغانستان ته بې له پاسپورټ او ویزې تللي دي او هېڅکله ترې افغان دولت پاسپورټ او ویزه نه ده غوښتې نو د پاکستان خو حق نه جوړېږي چې له دوی څخه پوښتنه وکړي.

نوموړی زیاتوي، کله چې له افغانستان خپلو سیمو ته اوړي نو یوازې شناختي کارډ به ورته ښي. د ده په خبره له دې سره ستونزې ډېرېدلای شي. د ځايي ولس کارو او روزګار اغېزمنېدلای شي.

پاکستاني حکومت د سږني کال د جون له لومړۍ نېټې د افغانستان پر وګړيو له پاسپورت او پاکستانۍ ویزې پرته پر تورخم دروزاره د ور اویښتو بندیز لګولی دی، چې له امله یې پر تورخم دروازه اوس د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو په تګ راتګ کې ډېر کمی راغلی دی او د ځایي سوداګرو په وینا په کاروبار هم ورسره ډېر اثر شوی دی او د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته په سلګونه خلک ورسره بې روزګاره شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close