پاکستان:  پخوانی وزير او د تحريک انصاف ګوند کانديد وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۱)

نن سهار د پاکستان د خيبر پښتونخوا ولايت مربوط په ډيره اسماعل خان سيمه کې د تحريک انصاف د ګوند پر يوه کانديد اکرام الله خان ګنډاپور چاودنه وشوه چې نوموړی پکې سخت ټپي شو.

د ډيره اسماعيل خان د پوليسو مشر منظور بابر افريدي رسنيو ته ويلي، پر ګنډاپور نن سهار د هغه په پلارنۍ سيمه کلاچي کې هغه مهال چاودنه وشوه چې يوه بريدګر خپل ځان پورې تړليو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

په لومړنيو معلوماتو کې چارواکو ويلي و چې د نوموړي روغتيايي وضعيت ښه نه دی او ټپونه يې ژور دي.

خو څو شيبې وړاندې د دغه هېواد رسنيو راپور ورکړ چې ګنډاپور په روغتون کې تر درمنلې لاندې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ډيره اسماعيل خان د پوليسو مشر د وي او ای ډيوه راډيو ته د نوموړي وژل کېدل تاييد کړي دي.

په دغه چاودنه کې له نوموړي د ټپي کېدو سربيره د موټرچلوونکی وژل شوی او څو تنه ساتونکي يې هم ټپيان شوي دي.

اکرام الله ګنډاپور د خيبرپښتونخوا د زراعت پخوانی وزير هم پاتې شوی دی.

د اکرام الله ګنډاپور پر ورور اسرار ګنډاپور چې د خيبرپښتونخوا په تېر حکومت کې د قانون وزير و په ۲۰۱۳کال کې په يوه چاودنه کې وژل شوی و چې د هغه په ګډون پکې له پنځلسو زيات کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

په عين حال کې نن په بنو کې د جمعيت علماء اسلام “ف” ګوند پر يوه کانديد او پخواني وزير اکرم دراني وسله وال بريد شوی خو نوموړی له دغه بريده روغ وتلی.

دا په روانه مياشت کې پر اکرم دراني دوهم بريد دی.

تر اوسه د يادو بريدونو مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ټاکل شوې چې پاکستان کې د روانې جولای مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه پارلماني او ولسواليو شوراګانې ټاکنې ترسره شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close