پاکستان پر کونړ مرګوني توغندویز بریدونه کړي، افغان حکومت یې پر وړاندې چوپ دی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۳۱)

د پاکستان د توپچي ځواکونو یوځل بیا پرکونړ توغنديز بریدونه کړي، چې مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.

د دې ولایت د امنیې قوماندان فریدالله دهقان رسنیو ته ویلي، دا توغندي د سرکاڼو ولسوالۍ د شونکړې پر کلي لګیدلي چې یو یې پر کور لګیدلې او دریو ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د نوموړي په وینا، د برید په پایله کې دوه ماشومان ځای پر ځای وژل شوي او یو هم مرګونی ټپي دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، ارګ او د ملي دفاع وزارت تر اوسه په دې تړاو هیڅ راز رسمي غبرګون نه دی ښوودلی.
د یادونې وړ ده چې پاکستان له ۲۰۱۰ کال راپه دې خوا د هیواد پر ختیځو ولایاتو بریدونه کوي چې د لسګونه زرو مرمیو د شړل کیدو له امله سلګونو افغان عسکرو او ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوښتې او پر دې سربیره میلیونونه ډالر زیانونه یې هم افغان لوري ته اړولي ، خو افغان حکومت یې لا هم پر وړاندې د بالمثل غبرګون جسارت نه دی کړی.

افغان حکومت بر فرضي کرښه د اغزن تار تیرولو باندې د چوپتیا تر څنګ له پاکستاني لوري سره استخباراتي مالوماتو د شریکولو تړون هم لاسلیک کړی او دغه راز یې د پاکستان پر بریدونو هم خاموشي غوره کړې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close