پاکستان په ننګرهار کې خپله قونسلګرۍ تړلې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۰)

د ننګرهار چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې له څو ورځو را په دې خوا د پاکستان قونسلګرۍ تړل شوې.

چارواکي وایی د قونسلګرۍ د تړلو په لامل نه دي خبر، خو په دې وروستیو کې په یاد ولایت کې د کلدارو په راکړه ورکړه بندیزونه لګول شوي و.
دوی زیاتوي، د قونسلګرۍ تړل د ویزه اخیستونکو افغانانو لپاره لوی سر خوږی جوړ کړی.

بل پلو په کابل کې د پاکستان سفارت رسنیو ته ویلي، چې په جلال اباد ښار کې یې د قونسلګرۍ چارې د شته امنیتي ستونزو له امله تړلې.
سفارت دغه راز ویلي، د قونسلګرۍ په چارو کې د ننګرهار والي حیات الله حیات لاس وهنه کوله چې دا کار د ویانا له کنګرې سرغړونه بلل کیږي، نو له همدې امله یې قونسلګرۍ تړلې.
پاکستاني چارواکی وایي، د موضوع د حل په موخه یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته خپل اعتراض سپارلی دی.
تر اوسه افغان چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close