پاکستان په پوله د پُنبې صادروونکي موټر ودرولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۲)

د افغانستان د متشبثينو د بورډ مشر رحم الدين حاجي اغا وايي، چې پاکستان په پوله د پُنبې صادروونکي سل موټر ودرولي او هغه هېواد ته د تلو اجازه نه ورکوي.

د حاجي اغا په وينا، له دې اړخه هره ورځ افغان سوداګرو ته تر يولک شپيته زره افغانيو زيان اوړي په خبره يې که حکومت دغې ستونزې ته حل لاره ونه لټوي نو پُنبه توليدوونکي به له سلګونه زره افغانیو سره مخ شي.

نوموړی وايي، د پنُبې موټرو بندولو سره شاوخوا درې زره کسان د بې کارۍ له ګواښ سره مخ دي.

پاکستان د سلواغې مياشت کې د سپین بولدک او تورخم په بندرونو کې، د افغان صادروونکو په پنبې بار لسګونه لارۍ ایسارې کړي او اجازه نه‌ورکوي چې پاکستان ته لاړې شي چې وروسته يې ورته يو څه اسانتيا ورکړه خو اوس يوځل بيا د متشبثينو بورډ وايي چې لا هم سل لارۍ موټر بندې پاتې دي.

د متشبثینو ټولنه وايي، چې له همدې لارې چين، هندوستان او د جنوبي اسیا نورو هېوادونو ته هم رسېدله خو په وروستيو کې يو څه ستونزې رامنځته شوي چې افغان صادروونکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

د افغانستان د متشبثینو د ټولنې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د پنبې شاوخوا ۲۰ فابریکې شته چې همدا اوس په‌کې شاوخوا « ۲۰۰۰۰» ټنه پنبه ذخیره شوې ده.

د افغانستان په بلخ، کندهار، هلمند، فراه او ځينو نورو ولايتونو کې پُنبه توليديږي چې دانه يې په هېواد کې مصرفېږي او خالص مالوچ يې له پروسس وروسته پاکستان او نورو هېوادونو ته وړل کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close