پاکستان په کابل کې دخپلو ډیپلوماتانو د امن ډاډ ترلاسه کړ‎

کابل ټکی کام ۱۸وږی/۱۳۹۴

راپور : انصار

د پاکستان حکومت څه موده وړاندې په کابل کې د خپل سفارت د ډیپلوماتانو د امنیت په اړه اندېښنه  ښودلې وه چې د همدې اندېښني په اړه د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز تېره اونۍ په کابل کې د افغان لوړ رتبه چارواکو سره په خبرو کې خپله اندېښنه څرګنده کړه.

د کابل نه اسلام اباد ته په ستنیدو سرتاج عزیز ویلی چې د افغانستان چارواکو ورته د پاکستان سفارت د ډپیلوماتانو امینت د پخوا په اړه ډاډ ورکړی دی.

 سرتاج عزیز چې د کابل په سفر کې د ریکا غونډې د ګډون لپاره راغلي وو، ورته څرګنده شوه چې  د تېر په نسبت په کابل کې د پاکستان د سفارت د ډیپلوماتانو امنیت ټینګ شوی دی.

دوه اونۍ  مخکې د پاکستان د بهرینو چارو وزارت اندېښنه ښودلی وه چې سفارتکار د امنیتي ستونزو له امله په سفارت کې ژوند تېروي او د ډول ډول  ګواښونو له امله له سفارتهه بیرون نشي تلای .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close