پاکستان: پيغمبر عليه السلام ته په سپکاوي تورنې نجلۍ له خوشې کېدو سره مظاهره پيل شوي 

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۹)

د پاکستان سترې محکمې نن د پيغمبر عليه السلام ته په سپکاوي تورنې د عيسوۍ نجلۍ (اسيه) د سزا لغوه کولو او د هغې د خوشې کولو امر کړی چې ورسره سم د پاکستان په يو شمير لويو ښارونو کې مظاهرې پيل شوي دي.

آسيه چې عيسوۍ ده په ۲۰۰۹م کال کې د اسلام پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته په سپکاوي تورنه او پر ۲۰۱۰کال کې د پاکستان محکمې له خوا ورته د اعدام سزا واورول شوه.

د دغه نجلۍ پرضد جوړې شوې دوسيې مدعي قاري محمد سالم ادعا کوي چې نوموړې نجلۍ پيغمبر ته په سپکاوي اعتراف کړی خو په سپکاوي د تورنې نجلۍ وکيلان وايي چې هغې د توهين رسالت سپکاوی نه دی کړی.

په ۲۰۱۴م کال او ۲۰۱۶م کال کې هم نوموړې نجلۍ خپله دوسيه د لاهور سترې محکمې ته وړاندې کړې وه خو د هغې دوسيه رد او د مرګ سزا يې همداسې پاتې شوې وه.

پاکستان د توهين رسالت سزا اعدام ټاکلې خو د ځينو چارواکو له لوري پر دغه سزا ټاکلو نيوکې کېږي چې د دغه کسانو له جملې یو د پنجاب پخوانی والي سلمان تاثير و چې د اسيه د خلاصون د هلو ځلو او يادې سزا ته د (تورقانون) په ويلو د خپل يوه ساتونکي ممتاز قادري له لوري په ډزو ووژل شو.

دپاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار نن د چهارشنبې په ورځ پريکړه کړې ويلي يې دي: که په اسيه باندې کوم بل جرم نه وي نو سمدستي دې له بنده ازاده شي.

د محکمې له يادې پریکړې وروسته د پاکستان په مختفلو ښارونو کې مظاهرې پيل شوي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو پر اساس، د پلازمينې اسلام اباد په شمول، پېښور، مردان، چارسده، صوابۍ، لاهور، کراچۍ فيصل اباد او يو شمير نورو ښارونو کې خلک لويو لارو او سړکونو ته راوتلي او لارې يې د تګ راتګ لپاره تړلي دي.

ځايي سرچينې وايي، لاريونوال شعارونه ورکوي چې د توهين رسالت سزا مرګ ده او بايد ياده نجلۍ ووژل شي.

ويل کېږي، په ځينو ښارونو کې د پوليسو او لاريونوالو تر منځ اخ و ډب هم رامنځته شوی خو تر اوسه پکې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close