پاکستان: کراچۍ کې چاودنې دوه تنه وژلي، پنځه نور مرګوني ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۶)
د پاکستان د کراچۍ ښار په قايداباد سيمه کې چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي پوليس وايي، چاودېدونکي توکي د يوه پله لاندې ځآی پر ځای شوي و چې د چاودنې له کبله دوه تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
پوليس وايي، تر اوسه د چاودنې نوعيت نه دی معلوم زياتوي چې په سيمه کې يو بل بم له منځه وړل شوی دی.
د جناح دولتي روغتون مشره سيمي جمالي وايي، د چاودنې له ځای څخه د دوو تنو جسدونه او څو تنه ټپيان وروړل شوي چې په ټپيانو کې د پنځو کسانو روغتيايي حالت ښه نه دی.
د کراچۍ د پوليسو يوه مشر راجه عمر خطاب ويلي، تر اوسه د چاودنې د نوعيت او څرنګوالي په اړه معلومات نشته خو زياتوي چې په اړه يې څېړنې روانې دي.
کراچۍ د پاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار بلل کېږي چې وخت ناوخت ترې د وسله والو نښتو راپورونو هم ورکول کېږي.