پاکستان کې زهري شرابو ۲۶ کسان وژلي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۷) زرغون خوږیاڼی

د پاکستان د پنجاب ایالت په ټوبه ټیک سینګ سیمه کې د زهري شرانو د څښلو له امله ۲۶ کسان وژل شوي  او یو زیات شمیر نور په بې هوشه حالت کې روغتون ته وړل شوي دي.

په وژل شویو کې ۲۲تنه عیسویان او ۲ تنه مسلمانان دي.

د پنجاب ایالت د ټوب ټیک سینګ په مبارک اباد کې د پولیسو یو  افسر محمد ندیم رسنیو ته ویلي، چې د زهري شرابو څښوونکي ۶۰تنه نور یې په بې هوښه حالت کې روغتون ته لیږدولي دي، چې په وینا یې درملنه یې روانه ده.

ندیم زیاته کړ، چې ځايي عیسویانو د دیسمبر په ۲۵ مه او ۲۶ مه ورځ د کرسمس د لمانځلو پر مهال شراب څښلي وو او بیا وروسته خپلو کورونو ته تللي وو، چې په سهار یې ځینې وژل شوي وو او ځينې نور یې روغتونونو ته ورسول شول.

یاد پولیس افسر ویلي، چې د کرسمس د لمانځلو په یاده سیمه کې شراب نه وو، نو دوو تنو«ساجد او شریف»  زهري شراب له بل ځایه راوړي وو، چې دوی یې هم د څښلو له امله وژل شوي دي.

د افسر ندیم په وینا سیمه کې د شکمنو کسانو په اړه پلټنې روانې دي.

ویل کیږي چې په پاکستان کې د شرابو جوړلو فاربریکې هم شتون لري، چې یوازې د نورو مذهبونو وګړي لپاره تیاريږي او د مسلمانانو لپاره یې خرڅول او کارکول  منعه دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close