پاکستان یوځل بیا پر افغان خاوره توغندویز بریدونه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۵)

په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو له افغان لوري سره د توغندویزو بریدونو د توقف طرحه منلې، یوځل بیا د دغه هیواد پوځیانو د افغانستان پر ختیځو برخو راکټونه اورولي.

د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت رسنیو ته ویلي، په تیرو دو ورځو کې د ننګرهار پر لعلپورې او ګوشتې ولسوالیو ګڼ توغندویز بریدونه شوي.

حضرت وایي، د بریدونو دغه لړۍ د کونړ پر ځینو ولسوالیو هم له سره پیل شوې او پر دانګام، شلتن او خاص کنړ ولسوالیو لسګونه راکټونه اورول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، دې بریدونو ځایي خلکو ته د مالي زیانونو سربیره ګڼ ځاني زیان هم اړولی.
دا بریدونه داسې مهال ترسره کیږي، چې څه موده وړاندې تهمینه جنجوعه له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ژمنه کړې وه، چې نور به پر افغان خاوره د توپچي بریدونه نه کوي، د پولې په اوږدو کې به دواړه لوري پوځي او استخباراتي مالومات سره شریکوي ، او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به د اغزن سیم تیرول په رسمیت پیژندل کیږي .
د یادونې وړ ده چې تر اوسه د پاکستاني ځواکونو له خوا زرګونه توغندي د افغانستان پرختیځو برخو اورول شوي چې افغان حکومت ورته تر اوسه  هیڅ راز غبرګون نه دی ښوودلی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close