پاکستان ۲۱۸ هندي کب نيونکي خوشې کوي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۷) الماس خدرخیل

پاکستان د هندوستان هېواد د ۲۱۸ کب نيوونکو د خوشې کولو لړۍ تيره ورځ پیل کړه.

له تېر يو کال زياته موده وشوه چې دا کب نيوونکي د پاکستان سره بنديان و.

پاکستاني چارواکو ويلي، چې د کب نيوونکو خوشې کول به د دواړو هېوادونو په اړيکو کې نږدېوالی راولي او د وروستي تاوتريخوالي کچه به راټيټه کړي.

دا کب نيوونکي تورن دي چې د عربو د بحيرې په لانجمنه سرحدي سيمه کې د پاکستان اوبو ته داخل شوي وو.

ويل کېږي، چې هرکال لسګونه پاکستاني او هندي کب نیوونکي په دې سیمه کې د دواړو هېوادونو له‎خوا نیول کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close