پاکه سوله پاک نیتونه غواړي

نعمان لطیف

سوله څومره خوږ نوم دی او په ځانګړې توګه پر موږ له اوږدې جګړې او در په در له ټکه سرو خؤړلو او ناخوالو را وروسته دسولې نوم دومره خوږ لګېږي لکه یوه جل وهلي مساپر ته چې په سپېره دښته کې درڼو اوبو تالاب په نظر ورشي
له بده مرغه چې دسولې په خوږ او پاک نوم له څو کلونو تجارت، او له ادرسه یې دملت غولؤنه روانه ده

لږ وخت وړاندې ټرمپ د طالبانو سره د سولې خبرې رد کړې، همدغه مهال ډاکټر صیب غني هم غبرګون وښود او دټرمپ له دریځ سره سم یې ورسره ورغبرګه کړه او ګواښ یې وکړ چې پس له دې به سوله د جګړې له ډګره ترلاسه کوي
خیر ډاکټر صیب غني په خپله خوله د اشغالګرو خبرې را باسي او یا اشغالګر د ډاکټر صیب غني له خولې خپلې خبرې راباسي، په هر حال دواړه حالته د ډاکټر صیب غني مجبوریت دی

دډونلډ ټرمپ تر خبرو وروسته له ډېری امریکایي سیاسیونو، او غربي شنونکو واورېدل شوه چې امریکایان د زور له لارې جګړه نشي ګټلی او آن په جګړه کې مات برېښي
مجبوراً یې خپلې خبرې دډاکټر صیب په خوله راووېستلې او دده له ادرسه یې پر طالبانو دسولې غولؤنکی غږ وکړ
ډاکټر صیب په تازه وینا کې طالبانو ته وویل چې سولې ته حاضر شئ، افغان حکومت به یې دیوه سیاسي ګوند په توګه وپېژني.

دډاکټر صیب تازه دریځ امریکایانو ته د طالبانو دپرانستي لیک امریکایي دریځ او ځواب دی ځکه دبل وخت په څېر دډاکټر صیب دریځ هم نن خورا نرم وو
خو دا چې طالبان دډاکټر صیب له ادارې سره سوله نه کوي؛ دریځ یې ځکه منطقي دی چې دطالبانو جګړه دډاکټر صیب له ادارې سره نه ده او نه دډاکټر صیب پوځیانو په طالبانو یرغل ورؤړی.

جګړه دطالبانو او یرغلګرو ترمنځ ده او یرغلګر امریکایان دي، نه دغني اداره او کابینه. ډاکتر صیب غني او پوځیان یې ددې جګړې کرایه قاتلان او یا په موډرنه اصطلاح دترورېزم سره دجګړې لپاره د امریکایانو اشرباڼي دي
امریکایان چې ماضي یې له منافقت او غولؤنې ډکه ده اوس په همدې منافقانه دریځونو دنړۍ پام په بله اړؤل غواړي
ډاکټر صیب که په حقیقت کې سولې ته لېوال وای ورته پکار وه چې د نن په وینا کې یې له یرغلګرو امریکایانو غوښتی وای چې د افغان سولې اړؤند له متزلزلو دريځونو تېر، او خپل نهایي دریځ روښانه کړي.

د افغان سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د امریکایانو وجود دی او تر هغې چې د امریکایانو دریځ ددوی د مزدورانو له خولو راؤځي، حقیقي سوله به عنقا وي او په پاک نوم به یې ناؤلي او غولؤنکي سیاستونه کېږي
وروستی خبره دا چې د دسولې او طالبانو په اړه دډاکټر صیب تازه دريځ خورا نرم ؤ، دغې تازه انعطاف ته په کتو، طالبانو ته پکار ده دکابل ادارې ته ته نرم او مؤثر ځواب ووایي ترڅو د امریکایانو منافقانه او غولؤنکی دريځ ملت ته نور هم څرګند او روښانه شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close