پخوانی طالب چارواکی ملاعبدالغني برادر خوشی شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲)

د طالبانو د وخت نوموتی واکمن او چار سنبالی مشر ملا برادر آخند د پاکستان له زندان څخه خوشی شوی.

هغه ته نږدې سرچینې وایي، ملابرادر څو ورځې وړاندې د خلیلزاد په غوښتنه خوشې شوی و او نن یې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

سرچینې وایي، طالبانو له امریکایانو څخه د خپلمنځي باور جوړونې لپاره د دوی د بندیانو خوشي کیدل غوښتي و او په مشخص ډول د کوم شخص د خوشې کیدو غوښتنه نه ده شوې.

شنونکي د ملابرادر آخند خوشې کیدل په قطر کې د طالب دیپلوماتانو د بریالیو خبرو اترو نتیجه بولي چې د حکومت له وساطت پرته یې نیغ په نیغه د جګړې له اصلي لوري (امریکا) سره مخامخ مذاکرات وکړل او د خپل تر ټولو بانفوذه مشر په خلاصون کې بریالي شول.

نوموړی ۸ کاله وړاندې د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا ونیول شو،  په ۲۰۱۳ کې یې د خوشې کیدو خبرونه رسنیز شول خو طالبانو هغه مهال دا خبرونه پروپاګند بللی وو.

طالب ویاندویانو تر دې مهاله د نوموړي د خوشې کیدو په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

ملابردار اخند د طالبانو د واکمنۍ له ختمیدو وروسته د ملامحمد عمر مجاهد مرستیال وو او تر نیول کیدو پورې یې دا دنده مخته وړله.

ملا عبدالغنې آخند چې په ملا برادر مشهور و په ١۹٦٨ز کال د سويلي ولايت اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې زېږېدلى. په ديني مدرسو کي يې زده کړې کړې، خو سياسي فعاليت دې ته نه دى پرېښې چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

دى په سياسي فعاليتونو کې له ورګډېدو وروسته په ملا بردار مشهور شو او له اره په پوپلزي  پښتنه قبيله پورې اړه لري. ياني هغه قبيله چې په کندهار کې استوګنه لري او ولسمشر کرزى هم له همدې قبيلې سره تړاوو لري.

د شوروي يرغل پر وړاندې د افغان جهاد پرمهال ملا بردار د مولوي يونس خالص په مشرۍ د اسلامي حزب پرليکو کې د کابل واکمن رژيم او روسي لښکرو پر وړاندې جنګېده، کله چې په ١٩٩٤ز کې د طالبانو تحريک رامنځته شو، نو ملا بردار يې د هېواد په لویديځ او کابل په جګړو کې د لومړيو ليکو مخکښ قوماندان و.

هغه مهال چې امريکا او نړيوالې پوځي ټلوالې په افغانستان کې دالقاعدې ډلې په مشر اسامه بن لادن او طالب واکمنۍ هوايي بريدونه پيل کړل، دى د دفاع وزارت مرستيال و، خو د امريکا له خوا د طالبانو تر پرځېدو وروسته د ملا محمدعمر اخند د مرستيال په توګه وټاکل شو.

ملاعبدالغني بردار چې اوس يې عمر ۴۵ کاله کېږي يو له هغو څلورو کسانو څخه دى، چې په ١٩٩٤ز کال يې د ملا محمد عمر اخند په مشرۍ د طالبانو تحریک  رامنځته کړ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close