پراختيايي بانک د افغانستان برېښنايي پروژو سره ۳۰۰ ميليونه ډالره مرسته کوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۳) الماس خدرخیل

د اسياپراختيايي بانک د افغانستان د برېښنايي پروژو سره د مرستې قرارداد لاسليک کړ.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، چې له پراختيايي بانک سره به د قرارداد له مخې درې سترې او نورې فرعي پروژې پيل کړي.

د ياد وزارت مرستيال امان الله غالب ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې پروژو ۴۵۰ ميليونه ډالره لګښت راځي.

هغه زياته کړه، چې ۳۰۰ ميليونه ډالره يې د اسياپراختيايي بانک او پاتې نورې پيسې به USID نړيوالې پراختيايي مرستو اداره ورکوي.

امان الله غالب وايي: «یوه پروژه به چې Back to Back ورته ویل کېږي، په پلخمرۍ کې پیل شي چې د برېښنا د یوه سب سټېشن جوړول په‎کې شاملېږي. دا به د ترکمنستان برق د افغانستان له برقه سره یوځای کړي او بیا موږ کولای شو چې پر تاجکستان او ان پاکستان برق خرڅ کړو. دوهمه برخه يې د بامیان ولایت له مرکزه تر الوان سیمې د برېښنا د انتقال پروژه ده چې پر اساس به یې په بامیانو کې ۲۰ زره کورنیو ته برېښنا ورسېږي او دوه سب سټېشنونه به ورته جوړ شي.د دې پېسویوه برخه به پر هغو پروژو چې اوس‎مهال کار پرې روان دی، ولګېږي. له تخاره تر بدخشانه د برېښنا د لېږدولو پروژه چې پر اساس به يې په کشم ولسوالۍ کې د برېښنا سب سټېشن جوړ شي، هم په‎دې کې شامله ده».

هغه همدازار وويل، چې د دې پروژو کار به تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د ياد ولايت مرستيال زياتوي، چې دا پروژې به د افغانستان په اقتصادي وده کې مرسته وکړي او افغانستان به په سيمه کې د انرژۍ د ټرانزيټ په مرکز بدل شي.

د نوموړي په وينا حکومت به ډېر ژر له لمره د انرژۍ (سولرانرژۍ) پر پروژو هم ډېر ژر کار پيل کړي.

بايد وويل شي، چې اسياپراختيايي بانک له افغانستان سره د درې اعشاريه درې ميليارده ډالرو مرستې تعهد کړی، چې تر دې دمه يې په تېرو پنځلسو کلونو کې د ټرانسپورټ، انرژۍ د توليد او اقتصادي ودې په پياوړتيا کې تر څه باندې يو ميليارد ډالرو  مرسته کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close