پر غائبو وزیرانو غائبانه پریکړې!

دهېواد په داخل او بهرکې  داقتصادي او اداري فساد د بحران ترڅنګ د یوې اونۍ څخه راپه دې خوا په رسنیو کې د سیاسي بحران بحثونه او سرخطونه زیات لیدل کیږي؛ په داخل او بهرکې چاپي رسنیو په خپلو نننیو  ګڼو کې د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو د استيضاح او حکومت سره د تقابل د موضوع په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي چې ولسي جرګه په یوه او حکومت په بل لوري روان دی، دا سیاسي بحران هغه وخت رامنځ ته شو چې ولسي جرګې دغائبو وزیرانو پر خلاف منفي راېې ورکړې او یوشمیر وزیران ېې بې باوره اعلان کړل .

په یوه هېواد کې چې ولسي جرګه په یوه او حکومت ېې په بل لوري روان وي په هغه هیواد کې به لازما سیاسي بحران رامنځ ته کیږي.

ولسي جرګه د وزیرانو په غياب کې بې له دې چې څرګندونې او دلايل يې واوري،  د استيضاح شويو وزیرانو په غياب کې صندوقونه ږدي او د څرګندونو او دلايلو د اورېدو او ارزولو پرته یوشمیروزیران بې واکه اعلانوي.

اشرف غني به دمخه ویل چې په کوم لوړ پوست بې کفایته شخص کارکوي د ښې حکومتولۍ په خاطر غوره داده چې دا شخص کورته ولیږل شي، خو چې یوشمیر وزیران ولسي جرګې ته  د استیضاح لپاره حاضر نه شول  ولسي جرګې ېې په غیاب کې پریکړه وکړه چې په دې بې باوره شویو وزیرانو کې داشرف غني خاص کسان هم راغلل ځکه خوېې موضوع سترې محکمې ته ولیږله .

تراوسه لا هېواد د له قتصادي بحران څخه نه دی راوتی چې دغائبو وزیرانو په اړه غایبانه پریکړې پیل شوې فکرکوم دا ډول پریکړې پدې خاطر وشوې چې حکومت مشروعیت له لاسه ورکړاو نورحکومت د مشروعیت پرځای په مصلحتونو روان دی چې د موجوده ستونزو سره سره به په هیواد کې سیاسي ستونزې نورې هم زیاتې شي.

دافغانستان په اړه شنونکي تل دا نظرورکوي چې په هیواد کې داخلي اختلافاتو او بهرنیولاسوهنو د ښې حکومتولې مخه ډب کړې ده، د هېواد  اجرائیه، مقننه او قضایه قوې د نورو هیوادونو په څیرسیاسي ،اقتصادي اونورې ټولنیزې مسئلې  په شریکه سره نه حل کوي چې بالاخره به حکومت دمشروعیت ترڅنګ موجودیت هم له لاسه ورکړي.

که اشرف غني  سترې محکمې ته د بې باوره کړل شوو وزیرانو په دندو د پاتې کیدو ټینګار وکړي نو شاید دولسې جرګې باورله منځه ولاړ شي او د شته ستونزو ترڅنګ نورې ستونزې هم راو لاړې شي.

دولسې جرګې لخوا د بې باوره کړل شویو وزیرانو موضوع سترې محکمې ته لیږل د وخت اړتیا وه او ستره محکمه کامل صلاحیت لري  چې په دې اړه  د اساسي قانون د یو نوي یمې او دوه نوي یمې مادې په رڼاکې خپل تصمیم ونیسي د سترې محکمې د عالي شورا فیصله د قانون حیثیت لري، وزیران به بې باوره وي خو  په د اډول جنګي حالاتو کې اویاسلنه بودیجه نه مصرفول د وزیرانو د بې باوره کولو دلیل نه شی وړاندی کیدای.

 دا ډول موضوع په اصل کې د جمهوررئیس پورې اړه لري خو اشرف غني هم  په دوه لارې کې ولاړ دی ځکه خو ېې موضوع سترې محکمې ته راجع کړه  که دا موضوع په خپل وخت سره فیصله نه کړل  شي او د سترې محکمې تر پریکړې پورې بې باوره ګرځول شوي وزیران په خپلو دندو کار ته په دوام دا موضوع وګړنجوي په حکومت کې دننه به سیاسې اومصلحتي اړخونه هم درزونه وکړي چې بیابه ېې رغول ستونزمن وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close