پرلتونه د سولې هڅه که د نیکولسن د خوب تعبیر؟!

لیکوال:عطاءالله مبارز

له نژدې دوو لسيزو را په ديخوا اشغالګرو او د هغوی داخلي اجيرانو ددوی په وړاندې د ازادي غوښتونکو افغانانو د مقاومت مهارولو په پاره ډېرې طريقې وکارولې، د فوځیانو شمېر يې تر لکونو لوړ کړ، څو ځله يې په خپله ستراتيژی له سره غور وکړ، له لسو وارو زيات يې د جګړې قوماندې ته تغير ورکړ.
په مطبوعاتي جګړه کې يې د مجاهدينو او افغان ملت تر منځ د واټن پيدا کېدو لپاره ډېرې دسيسې په کار واچولې، مجاهدين يې د افغان ملت د سوکالۍ او پرمختګ په وړاندې د ستر خنډ په توګه معرفي کړل.

خو له دومره زيات فوځي حضور، بې انډوله جنګي امکاناتو ، د سلګونو مليارده ډالرو لګښت او پراخ مطبوعاتي پوښښ سره سره يې نه يوازې د افغان ازادي غوښتونکي ملت مقاومت مهار نه کړای شو، بلکې برعکس يې پر وړاندې د هرې ورځې په تېرېدو جګړه پراخيږي او شدت مومي.

په دې وروستيو کې د اشغالګرو قواوو عمومي قومندان جنرال نيکولسن د افغان مقاومت د ځپلو په موخه يوه طرحه وړاندې کړه، چې له مخې يې باید په طالبانو له ديني، ولسي او سياسي پلوه فشارونه ډېر شي، تر څو د اشغال پر خلاف له پيل کړې مبارزې لاس واخلي.

د یادې طرحې د عملي کيدو په موخه اشغالګرو د افغان حکومت په نمائشي مشرۍ له پراخ رسنيز پوښښ سره هڅې پيل کړې، له ديني پلوه د فشار په برخه کې يې په جاکارتا او کابل کې د ديني عالمانو غونډې جوړې کړې، خو په دومره توپیر چې د جاکارتا غونډه کې د امريکایانو او افغان بې واکه حکومت د غوښتنو خلاف د اسلامي امت په يووالي او د افغان جګړې د اصلي عامل ( اشغال) په له منځه وړلو ټينګار وشو.
او په پام کې ده د همدې هڅو په دوام راتلونکو نژدې ورځو کې سعودي عربستان کې هم ورته غونډه جوړه شي.

د ولسي فشارونو په برخه کې تر ټولو لومړی په ولایتونو کې د تحصن خيمې ووهل شوې او د ګډونوالو مشری يې د حکومت له لوري استخدام شويو په اصطلاح مدني فعالانو کوله.
دوی په خورا سپین سترګۍ د “طالبه جګړه بس کړه موږ سوله غواړو” تر شعار لاندې پرلتونه پیل کړل، د طالبانو له خوا په خورا ښه تدبير سره د دوی اصلي څېرې ملت ته وښودل شوې او په ځینو ولایتونو کې يې له همدې خيمو دځان په ګټه د اشغال پر خلاف غږونه پورته کړل.

همدغه راز ځينو فعالانو د حکومت په غوښتنه او ورکړل شوې برنامه د ولسې حرکتونو تر نامه لاندې پلازمينې کابل ته پلي روان شول، چې تر ټولو مشهور يې له هلمنده روان کاروان و، د یاد کاروان کابل رارسېدو سره سم د پلان له مخې اشرف غني د دوی استقبال وکړ او له هغوی سره يې په دې شرط چې طالبان اوربند تمديد کړي ان د يو کال د اوربند ژمنه وکړه.
د یاد کاروان غړو طالبانو ته د درې ورځو مهلت ورکړ چې د دوی غوښتنو ته د حکومت په څېر مثبت ځواب ووايي.

طالبانو په خورا دقت سره دوی ته ځواب کې وويل چې جګړه دوی نه ده شروع کړې، د دوی پرځای بايد له اشغالګرو د اشغال د پای غوښتنه وکړي.

حکومت غوښتل له دې لارې ځان د سولې په هکله مخلص او ژمن وښيي او له دې لارې په طالبانو فشار راولي چې بايد د ولس غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي، دا هر څه له وړاندې پلان شوي وو، اصلا دا هڅې د سولې د راتګ لپاره نه دي پيل شوې، بلکې د اشغال د دوام او په وړاندې يې د مقاومت د ځپلو په هدف شروع شوی.
د دې خبرې تائید د اجير حکومت د مشر اشرف غني له وروستيو څرګندونو هم کيږي چې د اوربند د پای ته رسېدو د اعلان پرمهال يې وويل: نور بايد ولس په طالبانو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره فشار راوړي.

په پای کې باید يادونه وکړو، چې ملت بايد د جګړې د اصلي عامل (اشغال) پرخلاف غږ پورته کړي او د ازادۍ او دائمی سولې لپاره مبارزه وکړي.

د ازاد او خپلواک افغانستان په هيله!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close