پرلتونه که سازشونه؟

نعمان لطیف

زما دژؤند تر ټولو ستره هیله په هېؤاد کې سر تاسري سوله او د اسلامي نظام قیام دی.

داسې سوله او داسې نظام چې موږ بیا ځل یو تن، یو مټ، یو زړه او یؤه خوله شو. تاجک له پښتونه ځار شي او پښتون له تاجکه؛ دپښتون، تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، پشه ئي، او ….. قومي نومونه مازې دپېژاند مختاړي او وروستاړي شي، او ټول هېؤادؤال لکه دیو وجود، پرته له قومي او سمتي تبعیض دژؤند چارې پر مخ یوسي.

له بده مرغه دیرغلگرو دلاسه زموږ سترې هیلې نیمه خوا، او نېمگړې دي. یرغلگرو زموږ په آرمانو داسې نخرې پیل کړي دي چې اوس په هر څه بې اعتماده یو، یا په بله اصطلاح هر هغه ږغ او عمل ته دشک په سترگه گورو چې دجگړې دختمؤلو لپاره ترسره کیږي.

په ځینو ولایتونو کې په لاره اچؤل شوي پرلتونه زموږ په هیلو دنخرو روڼې بېلگې دي. پرلتونه دجگړې ختمؤلو په پلمه پیل شوي دي، او خېمې دجگړې بندؤلو لپاره درؤل شوي دي؛ دتعجب ؤړ داده چې دخېمو مابین کې په ځړؤل شویو پردو یؤاځې له طالبانو دجگړې بندؤلو غوښتنې شوي دي او پرلتیان هم په یو طرفه ډؤل په طالبانو دجگړې درؤلو ږغونه کؤي.

دښکېلو خؤاؤ څخه دجگړې بندؤلو غوښتنه زموږ دټولو غوښتنه ده او لکه څنگ چې دهلمند پرلت کونکو ته طالبانو اشارتاً وویل:

موږ سولې ته چمتو یو خو دا به تاریخي خجالت ؤي چې دیرغلگرو په ځای له مقاومتگرو طالبانو دجگړې بندؤلو غوښتنه شي.

پرلتیانو! تاسې باید لومړی دجگړې عمده عؤامل درک کړئ او هغه څه چې دجړې سبب گرځېدلی دی، په اړه یې دپرېکنده دریځ پخپلؤلو له منځه یوسئ.

موږ تیار یو ستاسې سره په خېمو کې کښېنو، او په گډه د ؤران ؤطن د ؤدانؤلو لپاره لاس په کار شو خو شرط دادی چې دجگړې په اصلي عاملینو چې یرغلگر دي په یؤه خوله ږغ وکړئ.

که داسې نه کوئ پرلت مو پروژه ده، او داسې شرمؤنکې او ناکامه پروژه ده لکه اربکي او داعشي پروژه، یا هم دملا منان او ملا رسول پروژه.

یرغلگر له رؤانې جگړې څخه په پشپړه توگه دؤتلو هڅه کؤي او غؤاړي جگړه کاملاً افغاني کړي.

یرغلگر پام کې لري د اربکیانو له شکست وروسته پرلتیان دطالبانو خلاف وکارؤي او په دې توگه ځان له جگړې پشپړ څنگ ته کړي.

یرغلگر له جگړې دکناره کېدو لپاره دپلمو په لټه کې دي او د اربکیانو له زؤال وروسته، یو طرفه پرلت یرغلگرو ته ښه پلمه ده.

که چېرې یرغلگر برالا ومني چې جگړه کې مات دي او دطالبانو سره سولې ته چمتو دي؛ امریکایان به افغانانو ته د (۱۷) کلنې جگړې تاؤان، او دشهیدانو خون بها ورکؤي. ځکه کوښښ کؤي سازشونه په لار واچؤي او دیو څو دستوریانو په مټ یو څو احساساتیان دځان په گټه استعمال کړي چې په همدې توگه دجگړې له تاؤانه، او نړۍ ته له تورمخۍ ځان خلاص کړي.

دا درسته ده چې جگړه اوږده شوې ده او افغانان دسوکاله او خوشاله ژؤند تېرؤلو حق لري خو افغانان له تېرو باید زده کړه وکړي؛ موږ له روسانو دمټو په زور گټلې جگړه په مېز بایلوده.

غمونه، دردونه، تکالیف، در په دري، او کور ورانۍ موږ افغانانو وزغمل او وگالل، او گټې نورو وکړې.

اوس مو چې دصلیب داړې ورماتې کړي دي، باید حساس واوسو؛ داسې نشي چې بیا ځل خپلې پښې خپله په تبر ووهو او دگټلې جگړې تاؤان موږ پرې کړو او گټې یې بیا دنورو شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close