پرلتیان امریکا ته: په افغانستان کې خپل بایللی ارزښت بیا راژوندی کړئ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۵)

کابل ته له هلمند څخه د سولې په نوم ورغلو پرلتیانو د امریکا ولس او کانګرس ته یو لیک استولی او په کې د امریکایانو له خوا په ترسره شویو ژمنو کې د پاتې راتګ، د هغوی د ځواکونو خپلسري کړنو، او د دوی په شتون کې د وسلوالو مخالفینو د زیاتوالي شکایتونه درج شوي.
په لیک کې د امریکایانو د پوځي او جنګي حضور د ختمیدو په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو له امریکایانو څخه د دوامدارې او ریښتینې همکاري غوښتنه په تکرار سره راغلې.

په لیک کې د پخواني باچا محمدظاهرشاه د مهال یوه کیسه هم په دې خاطر راوړل شوې تر څوامریکایي ولس ته د افغانانو مینه ښکاره کړي

( په لښکرګاه کي ستاسو د هغه وخت د انجينرانو په تړاو يوه ډېره مشهوره کيسه ده: هغه مهال چي امريکايانو په هلمند کي رغنيز بنيادي کارونه ترسره کول يوه ورځ په دښت لګان کي ستاسو يو انجينر ورک سو، بيا زموږ يوه پوونده پيدا کړی و چي بې هوښه پروت و، خپلي کېږدۍ ته يې د درملني له پاره بېولی و او تر رغېدو وروسته ئې بيرته خپلي کورنۍ ته سپارلی و.
هغه مهال ټول امريکايي پرسونل ازادانه د افغانستان هري سیمي ته تللای سول، افغانانو په دې خاطر د زړه له کومي مينه ورسره کوله چي ښېګڼه ئې ليدله خو له بده مرغه اوس په عامو افغانانو کي دامريکايانو په وړاندي دومره زياته کرکه سته چي که کوم امريکايي انجينر په لاس ورسي ژوندی به پاته نه سي.)

لیک کې راغلي

“تر ۲۰۰۳ زېږدیز کال پوري ټولي جنګي ډلي په ځانګړي ډول طالبان پر کورونو ناست وو، له بده مرغه ستاسو حکومت د ناسمو پالسیو له مخي طالبان جنګ ته اړ کړل.“

هلمندی پرلتیانو امریکایان نابللي میلمانه بللي خو ترڅنګ یې د هغوی راتګ د نیکمرغۍ ګام بللی او ویلي یې دي “ستاسو څخه مننه چي د ولس په ډول مو زموږ سره د خپلي خولې ګوله شریکه کړه او د خپلو معاشاتو یوه اندازه مو موږ ته راولېږله.
ستاسو د همکاریو په پایله کي افغانستان کي د بیان آزادي رامنځ ته سوه، د بیا رغوني چاري پیّل سوې، پوهني وده وکړه، کرهڼه څه ناڅه ښه سوه او په نورو برخو کي هم د پام وړ بدلون راغلی“

پرلتیانو له امریکایي کانګرس څخه ګیلې په ډول پوښتلې

“ دا چي په پنځلس ورځو کي يو نظام نړولای سئ، ولي مو په اوولس کاله کي امن رانه ووست؟ “

پرلتیانو امریکایانو ته په دې لیک ویلي

“ که تاسو د امريکا ولس د افغانستان په مسئله کي مداخله وکړئ جنګ او تشدد ورک کولو کي کار وکړئ نو په سيمه کي به امريکا خپل بايللی نوم بيرته ترلاسه کړي.“

په لیک کې د خبرداري په توګه ویل شوي چې که امریکایي ولس او کانګرس په ریښتینې توګه د افغانستان د امنیت لپاره مټې رابډ نه وهي، دوی به هم خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي

“ موږ به و انګېرو چي ستاسو مرستي حقیقي نه وې او په پای کي به افغان ولس له تاسو هم خپه سي او مجبور به سي چي ستاسو د سفارت د دروازې مخ ته داسي کښېني چي نور ئې خپل کار ته پرېنږدي“

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close