پرلپسې بریاوې!

 م.جمیل باور

په دې وروستيو کې  د افغانستان اسلامي امارت  د نظامي بر ياوو سربيره مهمې سياسي او ډيپلوماتيکې برياوې هم په خپل نوم کړې.

امريکايان پر افغانستان د يرغل پرمهال د فرعونيت له دريځه غږېدل او داسې فکر يې کاوه چې د امکاناتو او شمير له پلوه کمزوري مسلمانان به يو څو ورځو کې له منځه يوسي.

 خو له ۱۷ کلنې بې ګټې او بې نتيجې جګړې وروسته اوس اسلامي امارت ته د خبرو وړانديزونه کوي، که څه هم لومړی امریکايان هم په دې  خبره  ټينګار کاوه چې طالبان بايد له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، خو اسلامي امارت له پيله همدا دريځ لاره چې جګړه امریکايانو شروع کړې او خبرې هم مخامخ له هغوی سره ګټورې دي. افغان حکومت يوازې د يوې مؤقتې پروژې په ډول استعماليږي او د د دغه راز سترو مسائلو د حل صلاحيت نلري، چې ښه بيلګه يې له حزب اسلامي سره د سولې ناکامه معاهده وه.

د اسلامي امارت برحقه موقف او په خپل دغه موقف کلک درېدل د دې لامل شول چې بالاخره امريکایان مخامخ خبرو ته حاضر شي، چې دا د اسلامي امارت لپاره په سیاسي برخه کې خورا مهمه بریا ده. او د ځينو راپورونو په اساس د اسلامي امارت او امرکايانو ترمنځ د خبرو په پروسه مې افغان حکومت منزوي کړی شوی.

تېره اوونۍ د اسلام  امارت پخوانی مرستيال مشر ملاعبدالغني برادر اخند پاکستان کې له نهه کلن بنده آزاد شو، د کتونکو په اند ملابرادر اخند په قطر کې د طالب ډیپلوماتانو او امریکایي چارواکو ترمینځ د یوې هوکړې له مخې خوشي شوی دی.

 پخواهم له دوحې د اسلامي امارت د سیاسي دفترمهمو غړو پاکستان ته سفرونه کړي او تل یې له بنده د ملابرادر اخند  د خلاصون  موضوع دخبرو د اجنډا په سرکې وه، چې بالاخره  د اسلامي امارت د د یپلوماتانو د قدروړ هڅو نتیجه کې له بنده ازاد کړی شو.

 تېره ورځ لوديځو رسنیو خبر ورکړ چې د ګوانتنامو څخه ازاد؟ شوي پنځه طالب مشران (ملامحمد فاضل مظلوم، ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق وثیق، ملا خیرالله خیر خواه او مولوي محمدنبي عمري) قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي د فتر غړي ټاکل شوي دي.

وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم یاد خبر تائیدکړ او دغه راز يې وویل چې یادې ګمارنې د امیرالمؤمنین حفظه الله په مستقیم امر ترسره شوي دي.

قطر هيواد کې د اسلامي امارت سياسي دفتر له تېرو څو کلونو راهيسې له يولړ محدوديتونو سره سره له نړيوالو سره د اړيکو جوړولو او هغوی ته د اسلامي امارت د برحقې داعیې په رسولو کې بريالۍ او منتجې هڅې کړي دي.

له زندانه د ملا عبدالغني برادر راخوشي کیدل او دغه راز  سیاسي دفتر ته د پخوانيو باتجربه او باصلاحيته مشرانو تلل به، په سياسي ډګر کې طالبان نور هم پياوړي کړي. او د امرکايي اشغال په پای ته رسولو او ګران هيواد ته د سولې او ټيکاو- چې د ټولو افغانانو ستر ارمان دی-  راوستلو په برخه کې  به مهم رول ولوبوي.

داسلامي، سولیز اوخپلواک افغانستان په هیله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close