پرهار ـ سیف مومند

ارواښاد سیف مومند

ناست په شپه کې یم د خپل زړګي پرهـار ته

دا څـــــــــــراغ بــــــــــه رسومه آن سهـــــــــــــــار ته

 

د خــــــــوارانو له جونګـــــــړو لـــوګي خـــــېږي

یا که سپاندې ورګوزار کړې چا انــــــــــګار ته

 

د شین ستـــــرګــــــــــو قافلې ته لارې څــــاري

کـــــه زمري کمین نیولی دی کوم ښــــــکار ته

 

یو خــــــو نه دی ټول جهان منصور منصور دی

وخت به کـــــــــــوم یو منصور وخېژوي دار ته

 

دا یې نېغ د برنـــــدو سترګــــو تــــــور باڼه دي

کـــــــه طالب راکټ سم کــــــــــړی دی ګوزار ته

 

ګــــــــــوندې تللي زلمي بیا پرې راشي سیفه

غـــــــړومه مـــــــــــــدام سترګې هغــــــې لار ته

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close