پرهیزګاره غل/ ریښتینې کیسه

ژباړه: م. حمدالله(دانشمند)

کیسه کا: یو د دیني علومو استاذ(ښوونکي) خپلو زده کوونکو ته د فراغت پر مهال کړه: د چا د اوږو پېټی مه ګرزئ، غوره روزي هغه ده، چې په خپلو زیارو یې لاسته راوړۍ، هغه عالم ښېګڼه نشي موندلی، چې لاس یې بل ته د تمي(طمع) په توګه اوچت کړی وي، ښه به داوي، چې د روزي د ترلاسه کولو لپاره د خپلو پلرونو تګلاره غوره کړئ؛ خو پام د الله پاک وېره په زړونو کې ساتئ!

د نوموړي د شاګردانو په کتار کې یو تمبل غوندي شاګرد و، هغه هم د کور په لوري و خوځېد، کله یې چې په خپله مور سترګې خښې شوې، تر پوښتنې ګروېږنې وروسته یې ورته کړه: موري! زما پلار روزي له کومي لارې تر لاسه کوله؟

مور یې په رېږدېدلي غږ ور غبرګه کړه:

زویه! پلار دې اوس د تورو خاورو بندیوان دی، د هغه د ژوند تګلاره مه پوښته؛ (ځکه له مړو شیطان بېزاره دی)، ولاړ شه! کوم بل وزګار ولټوه!

نوموړي د خپل شیخ سپارښتنه په غوږ کې نیولي وه، په بیا بیا یې له مور نه تېره غوښتنه کوله.

له ډېر ټینګار نه وروسته یې د ناخوښۍ په ژبه ورته وویل: زویه! ستا پلار غل و!

هغه ورته وویل: ماته خپل شیخ داسې سپارښتنه کړې، چې پلار مو له کومې لارې روزې ترلاسه کړې، ته یې هم له هغې لارې ترلاسه کړه؛ خو د الله پاک وېره باید در سره مل وي.

هغې په بدله څېره ورته کړه: اې ناپوهه! په غلا کې هم تقوی(وېره) وي؟

زوی یې ورغبرګه کړه: شیخ(ښوونکي) راته همداسې ویلي.

نوموړی له کور نه رخصت شو، د غلا د تکتیک د زده کړي او د یادې پروژې د اړینو سامانونو په لټه کې شو، ترڅو په یاده دنده کې د لوړ مهارت څښتن شو، د ماخوستن لمونځ یې وکړ، کله چې شپه ښه پخه شوه، خلک د خوب څپو لاندې کړل، نوموړي د پلار په دنده پیل وکړ، د شیخ سپارښتنه یې په غوږونو کې ښه ټینګه ساتلې.

لومړی یې د څنګلوري په کور پیل وکړ، د شیخ خبره وریاده شوه؛ چې د څنګلوري ازار د الله پاک نه خوښېږي، تر څنګ یې په بل کور سترګې ولګېدې، له ځان سره ګډ دی: دا خو د یتیمانو کور دی؛ الله پاک د هغوی د مال خوړل حرام کړي، له دينه هم تېر شو، د یوي ستر بډای تجار په کور ور برابر شو، چې یواځې د یوې لور څښتن دی، ویې ویل بس همدا یې ځی دی.

دروازه یې په مصنوعي چابیانو پرانیسته، ستره ودانۍ ده، له څه لټې وروسته یې هغه کوټه ومونده، کوم چې د کور څښتن مال پکې خوندي کړی و، صندوق یې پرانیست، ډېر سره، سپین اونغدي روپۍ یې پکې وموندې، کله یې چې د وړلو په لټه کې شو، فکر یې وکړ: د دې مال څښتن به له یاد مال نه زکات هم نه وي ایستلی او د شیخ سپارښتنه راته دا وه، چې تقوی(پرهیزګاري) به کوې، لومړی له هر څه نه باید ترېنه زکات بېل کړم، په کوټه کې پراته د حساب کتابونه یې را کښته کړل، له ځان سره راوړې وړه ډېوه یې بله کړه، د حساب په اړه یې ښه مهارت لاره، د مال په شمارلو بوخت شو، د زکات برخه یې یو پلو ته کړه، ناڅاپه پرې د سبا ځلانده څېره راڅرګنده شوه، ځان ته لګیا دی: له الله پاک نه وېره داده، چې لومړی باید فرض لمونځ ادا کړم، د اوبو د موندلو په پار د کلا(قلعه) مینځ ته راووت، اودس یې وکړ، د لمانځه په تکل کې دی؛ د کور څښتن پرې راویښ شو، کله یې چې سر یادې خونې ته ور ښکاره کړ، ډېوه بله ده، د مالونو صندوق پرانیستی او سړی په لمانځه بوخت دی.

د یاد عجیب حالت په ليدو ترې خپلې ښځې وپوښتل: داڅه دي؟!

مېړه یې ورته کړه: والله که پوهېږم؟!

ورغږ یې کړ: هلاک شې! څوک يې؟ داڅه دي؟

غله ور غبرګه کړه: لومړی باید لمونځ ادا کړو وروسته به خبرې اترې وکړو. د کور څښتن اودس تازه کړ، غله ورته کړه:

(تقدمْ فصلِّ بنا ، فإن الإمامة لصاحب الدا­ر…)

ژباړه مخته شه لمونځ راکړه؛ د امامت وړ د کور څښتن وي. د کور څښتن وېرېدی: هسې نه سلاح ورسره وي؛ ځکه یې د هغه هرې خبرې ته مثبت ځواب وایه. الله پاک خبر، چې څنګه به یې لمونځ ادا کړی وي. کله یې چې لمونځ ادا کړ ورته یې کړه: هلاک شې څوک یې؟ څه کوې؟

هغه ورغبرګه کړه: غل یم!

– زما په کتابونو دې څه اړه وه؟

– هغه زکات مې شمارلو کوم چې دې له شپږو کالو را په دېخوا نه دی اداء کړی.

اوس بېل شوی مال د زکات وړ وګړو ته باید وسپارې!

د کور څښتن د یاد غله له کړنو حیران شو، ورته یې وویل: رښتیا راته ووایه: کیسه څه ده؟ لیونی یې؟

غله خپله تېره کیسه ټوله په شد او مد ورته بیان کړه.

د کور څښتن چې کله کیسه واورېده، د هغه له صورت، سیرت او د حساب په برخه کې له کاملې وړتیا نه پوره اغېزمن شو! ولاړو له خپلې بي بي سره یې د یاد ځوان په اړه مشوره وکړه.

له لږ ځنډ نه وروسته بیرته راستون شو، ورته یې کړه: خوښه دې ده، چې زما لور په نکاح درکړم، زما منشي او حاسب جوړ شې؟!

ته او ستا مور زما په کور کې په ځانګړو کوټو کې د ژوند پاتې شېبې پر مخ یوسئ؟!

هغه ورغبرګه کړه: هوکې، خوښه مې ده!

په سبا یې د شاهدانو په وړاندې خپله ټوله ژمنه ور سره ترسره کړه.

المأخذ: “عطر الورود” پاڼه د “طنطاوي” رحم­ه الله- په حواله·

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close