پروان: امریکایانو پنځه ولسي کسان په مخامخ ډزو وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۹)

راپورونه وایی چې امریکایي ځواکونو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا د پروان ولایت د شیـنوارو ولسوالۍ د “هیردرې“ په سیمه کې د ملکي خلکو پر کورونو چاپه وهلې او په پراخه کچه مالي او ځاني زیانونه یې ور اړولي دي.
خبر زیاتوي، ګډوځواکونو په سیمه کې دوه کورونه د منفجره توکو په مټ الوزولي او د نورو کلیوالو دروازې یې ماتې کړې دي.
دغه راز یې د خلکو له کورونو سامانونه هم وړي او پنځه(۵) تنه کلیوال وګړی یې په مخامخ ډزو شهیدان او څلور نور ټپیان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې هم ګډو ځواکونو د ملکیانو پر یوه موټر هوایي برید وکړ، چې په کې دوه ماشومان،دوه میرمنې او دوه سړي ځای پر ځای ووژل شول.
د ملي یووالي د حکومت مشرانو، د بشر حقوقو ادارې او نورو بشري سازمانونو د تیر په څیر بیا هم د دې بوږنونکو پیښو په تړاو د څه ویلو جرأت نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close