پروان: بګرام ولسوالۍ کې پر بهرنيو ځواکونو موټربم برید شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۵)

د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په موټريز کاروان د موټربم برید شو چې د طالبانو په وينا امريکايي عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه برید نن ماذیګر د يادې ولسوالۍ مربوط په (سه دوکانه) سيمه کې د امريکايي عسکرو په کاروان ترسره شوی دی.

طالبان وايي، دغه بريد د يوه سرتيري بريدګر له لوري چې په خپل موټر کې يې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي و ترسره کړی دی.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، په برید کې امريکايي عسکرو ته دروند مالي او ځاني زیان اوښتی دی.

سيمه ييزې امنيتي سرچينې په سيمه کې د موټربم برید تاييدوي خو د اوښتې زيان په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

تر اوسه په هېواد کې ميشت بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې هم طالبانو د يادې ولسوالۍ اړوند په قلعه نصرو سيمه کې پر امريکايي عسکرو د ځمکني ماین چاودنې کړي چې هغوی ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې خو بهرنيان د خپلو پاليسو له مخې خپل تلفات پټ ساتي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close