پروان: ترافیکي پېښه کې اته تنه مړه شوي، څلور ټپيان دي

کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۹)

د پروان د والي ويانده وحيده شهکار وايي، په بګرام ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له کبله دولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شهکار په وينا، دغه پېښه نن د يادې ولسوالۍ اړوند په رباط سيمه کې رامنځته شوې ده.

د شهکار په خبره، په رباط سيمه کې دوو کرولا ډوله موټرو ټکر کړی چې په ترڅ کې يې اته تنه مړله شوي او څلور نور ټپيان دي زياتوي په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هغه وايي، د پېښې ټپيان روغتون د تداوۍ لپاره لېږل شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه دی.

په هېواد کې ډير کله ترافيکي پېښې د موټروانانو د بې احتياطۍ او د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close