پروان: د باګرام هوايي ډګر په داخل کې زوروره چاودنه شوې

کابل ټکی کام ۳۱۹۵ لړم ۲۲ الماس خدرخیل

سهار مهال شاوخوا ۵ بجې د باګرام پر هوايي ډګر کې سرتيری بريد رامنځته شوی، چې له امله يې ۶۷ بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د باګرام هوايي ډګر کې مېشت د بهرنیو ځواکونو ناټو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه سهار ۵:۳۰ شوې او له امله یې امریکايي ځواکونو ته تلفات هم اوښتي دي.

بل پلو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد مسؤليت منلی او ويلي يې دي، چې د دوی يو تن سرتیري بريدکونکي د هوايي ډګر په داخل کې د هغو امريکايي عسکرو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړې چې د سهار په سپورت بوخت ول.

مجاهد زياتوي، چې په دې سرتيري بريد کې يې د ۲۳ امريکايي افسرانو د وژلو په ګډون ۴۴ نور ټپيان کړي هم دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې دغه بريد د دوی يو تن سرتيري (حافظ محمدپرواني) له خوا ترسره شوی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وسلوالو طالبانود نظامي قومندانانو له لوري، څلور مياشتې د دې بريد په پلانولو کار شوی و چې بالاخره وتوانېدل بريد په برياليتوب ترسره کړي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې چاودنه ډېره زوروره وه او تر لرې لرې سيمو پورې يې اواز اورېدل شوی دی.

که څه هم تر دې دمه د حکومت يا ناټو له لوري د وژل شويو او ټپيانو مالومات نه دي ورکول شوی خو د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې په دې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ١٣ نور ټپیان دي.

ويل کېږي په بريد کې هغو افغان کارګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې په دغه هوايي ډګر کې له بهرنيو ځواکونو سره کار کوي.

تر دې دمه په پېښه کې د وژل شويو او ټپي شويو کسانو د هويت په اړه د ناټو له لوري نور مالومات نه دي ورکړل شوي، خو په دغه هوايي ډګر کې بهرني ځواکونه ميشت دي.

د پروان ولايتي شورا منشي پژواک ته ويلي، چې دغه چاودنه ډېره قوي وه هغه وايي د پېښې ټول وژل شوي او ټپيان په ميدان کې د ننه دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close