پروان: طالبانو د حکومت له خوا استول شوي نفوذي کسان نیولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۴)

له پروان ولایت څخه خبرونه وایي چې طالبانو د حکومت له خوا د نفوذي کسانو هغه ډله نیولې چې غوښتل یې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې طالب چارواکي په نښه کړي.
طالبانو دغه کسان نن په شینوارو ولسوالۍ کې نیولي او ویلي یې دي چې “د مزدور دښمن شومه دسیسه ناکامه شوه“
طالبان وایي، دا نفوذی کسان څلور تنه وو، چې ځینې یې د صفر یک قطعې افسران و او  ثبوتونه هم ورسره پیدا شوي.

طالبانو دغه کسان له درې ميله کلاشينکوفونو، پنځه لاسي بمونو، چانټې او يوه کرولا ډوله موټر او کارتونو سره یو ځای نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو یه نفوذي بریدګر په کندهار کې د جنرال رازق په ګډون یو شمیر لوړي پوړي چارواکي ووژل او تر وروسته یې د  هرات په شینډنډ اډه کې څو تنه امریکایي افسرانو ته مرګ ژوبله واړوله

د پوځي چارو د کارپوهانو په آند، حکومت هڅه کوي څو دخپلو تلفاتو په غچ کې خپل ګمارل شوي کسان په لوړ قیمت د طالبانو ساحو ته د نفوذي بریدګرو په توګه وردننه کړي، هغه څه چې حکومت ته ښایي له لاسته راوړنې پرته په لوړه بیه تمام شي.

کارپوهان وایي؛  طالبان خپل بریدونه د وژل کیدو “شهادت“ په نیت کوي خو حکومتي ځواکونه بیا دا انګیزه نه لري او د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې ورته هر ډول خوځښت ستونزې ایجادولی شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close