پروان : غوربند شینوارو ولسوالۍ کې طالبانو دوه مهمې پوستې نيولي

كابل ټکی کام ۲۴وږی/۱۳۹۴
راپور: فیصل روښان
طالبانو تېره شپه ناوخته د پروان ولايت شينوارو ولسوالۍ د طبق سر دوه غټې مهمې پوستې له امنیتي چارواکوڅخه نيولي دي.
د خبر په اساس دغه پوستې د طبق سر په نوم چې د شینوارو ولسوالۍ اړوند د هیر او کفشان درو په استقامت پرتې وې چې طالبانو تیره شپه له څلورو خواو بریدونه پرې پیل کړل اوله سخت مقاومت نه وروسته په بشپړه توګه د دوي لاس ته ورغلې.
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د دغو پوستو نیول تأیید کړي او زیاته کړې يي ده چې د دوی ملګرو بېګا د شپې دوه بجي په یادو پوستو بریدونه پیل کړل چې په پایله کې يي یوه پوسته په ۲ بجو او دويمه پوسته يي په ۳ نيمو بجو ونيوله.
ښاغلي مجاهد دغه راز ويلي دي چي دوی ۱ پيکا، ۲ پايه دار خفيف، ۲ راکټ لانچر، ۳ کلاشنکوفونه، ۱ نارنجک، دوه دشپې دوربینونه او ګڼ شمېر نور مهمات لاس ته ورغلي دي، او دوی ته ځاني زیان نه دی اوښتی.
د یادونې وړ ده چې مجاهد د حکومتي چارواکو د ځاني تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي خو د ځايي خلکو په وینا سهار مهال سیمې ته نور عسکر ورغلي او خپل شپږ تنه پاتې شوي مړي په دوی را انتقال کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close