پروان: له وړمې شپې راهيسې درې ځل پر بګرام هوايي ډګر توغندي وار شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۶)

له وړمې شپې راهيسې دا درېيم ځل دی چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو په لوی پوځي مرکز او هوايي ډګر توغنديز بريد ترسره کېږي.

وړمه شپه هم پر دغه هوايي ډګر توغندي وار شوي و او پرون غرمه هم پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بريدونه ترسره شول.

ځايي سرچينې وايي، پروني توغندي د ميدان هوايي په داخل کې لګېدلي چې ښايي بهرنيو ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې وې.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه د يادو بريدونو مسووليت منلی او نن يې يوځل بيا وويل چې طالبانو تيره شپه او سهار وختي پر دغه هوايي ډګر توغنديز بريدونه کړي دي.

د مجاهد په وينا، په دغه توغندويي بريدونو کې بهرنيو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ مالي زيانونه هم اوښتي دي.

د پروان ولسوالۍ امنيتي سرچينو پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بريدونه تاييد کړي خو د تلفاتو اوښتو په اړه يې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.

طالبان وخت ناوخت د بګرام په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيانو په ميشت ځايونو او هوايي ډګرونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close